Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمېسیون:د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې ۱۰ تنه نوماندان وژل شوي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د لسو نوماندانو له وژل کېدو خبر ورکوي.

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدارنګه وايي چې تراوسه ۷۰ سلنه نوماندانو د خپلو ټاکنیزو سیالیو د لګښتونو په اړه کمېسیون ته رپوټ نه دی ورکړی.

د ټاکنو خپلواکمېسیون ویاند او منشي حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«له بده مرغه په تېرو ۲۰ ورځو کې د ولسي جرګې نوماندان وژل شوي چې د هغوی یو عبدالجبار قهرمان دی.»

د ټاکنیزو کمپاینونو د دورې له پای ته رسېدو سره همهاله د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر اوسه د ولسي جرګې د ټاکنو نږدې ۷۰ سلنه نوماندانو د هغو پیسو څومره والی چې په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې یې لګولې دي له کمېسیون سره نه دی شریک کړی.

ښاغلي هاشمي همدارنګه زیاته کړه:«اویا سلنه نوماندانو خپل د لګښتونو جزییات له موږ سره شریک کړي نه دي چې زموږ ډله د څېړنې په حال کې ده.»

 پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د ولسي جرګې یو شمېر نوماندانو په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې له قانونه سرغړونې کړي دي.

د فیفا اجرايوي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«قومي مسایلو او تعصب ته یې لمن ووهله، مالي لګښتونه یې زیات وو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د نن شپې پر دولسو بجو د ټاکنیزو سیالیو د په ټپه درېدو دوره پیلېږي او هېڅ نوماند حق نه لري، چې له دغه ساعت وروسته ټاکنیز کمپاین وکړي.

د انتخاباتو  کمېسیون د رسنیو د کمېټې رییس رفیع صدیقي څرګنده کړه:«د شپې له ۱۲ وروسته د سکوت وخت پیلېږي چې له هغې وروسته د ولسي جرګې نوماندان اجازه نه لري چې کمپاین وکړي.»

دغه کمېسیون خبرداری ورکوي که‎چېرې د ولسي جرګې نوماندان د رایې ورکولو د مرکزونو له سل مټرۍ نه خپل کمپایني توکي راټول نه کړي له مجازاتو سره به مخ شي.

شریک یي کړئ