Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کمېسیون: پارلماني ټاکنو کې د بایو مټریک کاروَنه شونې نه ده

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن (چهارشنبه د زمري۱۷مه) اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ کاروَنه به شونې نه وي، خو ښایې د ولسمشرۍ ټاکنې به د بایو مټریک سره د رایو ورکوونکو د تر تثبیت وروسته ترسره شي.

د دې کمېسیون چارواکو کابل کې د خبري ناستې په ترڅ کې د خپلې اعلامیې لوستلو پر مهال وویل چې دا کمېسیون پر ټکنالوژۍ باوري دی، خو له دې کبله چې ټاکنو ته له اویاوو کمې ورځې پاتې دي، نو په دې موده کې له ټکنالوژۍ کار اخیستل شونې نه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې د پارلماني ټاکنو رڼښت لپاره به له بېلابیلو لارو کار واخیستل شي. دوی له سیاسي ګوندونو او خلکو غوښتنه وکړه چې د قوي څار سره د رڼو ټاکنو ترسره کېدو کې مرسته وکړي.

مخکې له دې سیاسي ګوندونو او بهیرونو خبرداری ورکړی وه چې که رایې ورکوونکي د ټاکنو پر ورځ پر بایومټریک تثبیت نشي، نو د ټاکنو پایلې به ونه مني.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شکایتونو کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره له نوملړ څخه د ویستل شویو کسانو نومونه ورواستوي، تر څو ټاکنې له ځنډ سره مخامخ نشي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تائیدوي چې په پارلماني ټاکنو کې چې له اویا ورځو کمې ورته پاتې دي، له ټکنالوژۍ او بایومټریک کارونه شونې نه ده

شریک یي کړئ