Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنو کیمسیون منی چې کمزوري مدیریت يې باورونه زیانمن کړل

د ټاکنو خپلواک کمییسیون د ولسي جرګې ټاکنو د کمزوري مدیریت تر څنګ پر ټاکینز بهیر د خلکو د باور زیانمنولو اعتراف هم کوي. 

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی کمزورۍ درلودلې او د خلکو باور زیانمن شوی دی، خو راتلونکو ټاکنو کې به داسې نه کېږي.

هغه وویل: «په دې کې شک نشته، چې پر دې بهیر د خلکو بیا پیدا شوی بهیر د تلې په (۲۹-۲۸) بېرته زیان ولید او د ټاکنو کمیسیون تر پوښتنې لاندې راغی.»

نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، په دوو ورځو کې به د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش هم اعلان کړي: «د ګوندونو، څارونکو بنسټونو او نړیوالې ټولنې لپاره مو وروستی وخت، د جمعې ورځ ټاکلې، که وړاندیزونه لري، موږ ته دې يې رسماً ولېږي، اعلانوو يي.»

په ورته وخت کې لوګر او کندهار کې پر ټاکنیز بهیر د اعتراضونو لړۍ تونده شوې ده. 

له لوګر ولایت څخه ولسی جرګې ته نومانده نورضیا د ټاکنو کمیسیون پر لاسوهنې تورنوي، هغې وویل: «اوس هم په ټاکنو کمیسیون کې ټاکنې روانې دي، پر دې مانا چې د یو رايې کمېږي د بل ډېرېږي.»

رحیم امین د لوګر یو بل نوماند دی، چې په دې ولایت کې شوې ټاکنې تر ټولو بدې بولي، هغه وايي: «په لوګر کې تر ټولو بد، مزخرف او بې کاره کسان ګمارل شوي و، سم مدیریت یې نه درلود.»

کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسؤلین وايي د ځينو نوماندانو له لوري يې د ټاکنیزو شکایتونو څېړلو مخه نیول کېږي.

په یاد ولایت کې د دې کمیسیون مشر کریم الله ستانکزی وايي، نږدې څلور نیم سوه شکایتونه ورسره ثبت شوي، خو اجازه نه ورکول کېږي چې وڅېړل شي. 

ټاکل شوې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لېندۍ پر درېیمه اعلان شي.
 
هاشمي وویل: «په دې کې شک نشته، چې پر دې بهیر د خلکو بیا پیدا شوی بهیر د تلې په (۲۹-۲۸) بېرته زیان ولید او د ټاکنو کمیسیون تر پوښتنې لاندې راغی.»

شریک یي کړئ