Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنې؛ بایومېټریک دستګاوې، بایومېټریکي ځانګړنې نه لري

د «ګزارش شش ونیم» موندنې ښيي، د ټاکنو لپاره د بایومېټریک دستګاوې د یوې څېرې د بایومېټريکي نښو پر ځای ان د فضا تصویر ثبتوي او همدارنګه د رایه ورکوونکو د تصویر پر ځای له چاپ شوي عکس نه هم تصویر اخلي او دواړه نه شي توپیرولی.

سره له دې چې په پیل کې د ټاکنو کمېسیون غړو ته دغه دستګاوې د درمالوګ شرکت له نښانونو سره ښوودل شوې دي، خو پېرل شوې دستګاوې دا نښان نه لري او د ماشین پر شا یوازې د وای فای په څېر څو کرښې دي، د دې دستګا چارجر، پاوربانک او د برېښنا ساتلو ټولې ذخیرې يې د چین نښې لري.

په ورته وخت کې حکومت وايي چې ۲۲زره بایومېټریک دستګاوې يې د المان له درمالوګ شرکت نه اخیستې دي او د تړون بل اړخ د المان حکومت دی، ځکه چې په دې شرکت کې د المان حکومت تر شل سلنه ډېره ونډه لري او د دې دستګاوو ډاډ يې ښکاره کړی و.

پر دې سربېره دا دستګاوې د رایې ورکولو پر وخت د ثبت لپاره کارېدلې، چې له شهادت ګوتې پرته يې نورې نه قبولولې خو اوس د دې دستګاوو لپاره ګوتې توپیر نه لري او حتی د دوو تنو د ګوتو مشخصات د یو تن په نوم هم ثتبوي.

د دې دستګاوو بله ستونزه دا ده چې د تصویر اخیستلو پر مهال که يې د کمرې فوکس د یو تن د مخ پر ځای پر بل ځای وشي، نو د هماغه ټاکلي ځای تصویر اخلي، نو مالومه ده چې د یوې څېرې بایومېټريکي ځانګړنې نه شي ثبتولی.

د ټاکنو کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي: «که څه ستونزې وې، نو د قانون په مطابق موږ او تاسې حق لرو، ګوندونه حق لري، رسنۍ ټولې حق لري چې څارنه  وکړي، نو هغه د څار  رول بیا څه شو؟»

لکه د بایومېټریک دستګاوو له نومه چې ښکاري، هغه تصویر چې دا دستګاه يې اخلي باید بایومېټریکي ځانګړنې يې ثبت کړي او ټولې څېرې له یو بل نه توپیر کړای شي او مرکزي دستګا يې په بایومېټریکي ځانګړنو کې د ځانګړو کوډونو له لارې وکولی شي کسان وپېژني، خو دا دستګاوې له چاپ شويو تصویرونو او حتی په موبایل کې له موجود تصویره عکس اخلي او یو بایومېټریکي عکس يې ګڼي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه مشر د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې باید دا ستونزې په پام کې نیول شوې وای.

هغه زیاته کړه: «دا دستګاه نه شي کولی د کم عمر هغه کسان چې سټېکر يې لګولې او نوم لیکنه يې کړې، وپېژنې او کمېسیون هم نه دي ويلي، هغه شپېته زره رایه ورکوونکي چې له نوملړه ایستل شوي څه ستونزه يې لرله، ایا د رایو ورکوونکو نومونه تکراري و، که يې کم عمره رایه ورکوونکي په‎کې پېژندلي و.»

د ملي تدارکاتو په اعلامیه کې راغلي، چې حکومت دا دستګاوې تر ۱۴ مېلیونه یورو هم په پورته بیې اخیستې، د دې ادارې سرچینې وايي حکومت د دې مرکزي دستګا لپاره هم څلور مېلیونه یورو لګولي دي او د دې دستګاوو ملکیت يې بشپړ په لاس کې اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې د سیاسي ګوندونو یوه غوښتنه همدا وه، چې باید ټول رایه ورکوونکي بایومېټریک شي، چې د درغلۍ مخه ونیول شي.

شریک یي کړئ