Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛ له وروستي نوملړه د ځينو نوماندانو د لرې کېدو احتمال

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له وروستي نوملړه د ځينو نوماندانو د لرې کېدو خبر ورکړی دی.

د دې کمیسیون مسوولین وايي د ځينو نوماندانو په تړاو یې له نامسووله وسله‌والو سره د اړیکو لرلو او د ځينو نورو د کم عمرۍ شواهد موندلي دي. 

د یاد کمیسیون  کمېشنر علي احمد مبلغ په دې اړه وايي: «هغه اسناد چې موږ ته رسېدلي، مثلاً داسې سندونه چې ځینې نوماندان له نا مسووله وسله‌والو ډلګیو سره اړیکي لري، مثلاً د یو نوماند قانوني عمر نه دی پوره شوی.»

په همدې حال کې د ټاکنو کمیسیون د روڼتیا ډاډ ورکوي وايي هغه کسان به مجازات کړي چې د خوښې نوماندانو ته د تکراري رایې هڅه کوي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وویل: «له خلکو نه زموږ همدا غوښتنه ده، چې دوه ځلې رایه ورنه کړي، ځکه چې سیستم يې پېژني او دا کار یو جرم دی چې مجازات به شي.»

په ورته حال کې د ټاکنو کمیسیون مسوولین د ټولو موادو د رسېدو او د بایومټریک دستګاوو لپاره د کسانو د زده کړې د ختمېدلو خبر ورکوي. 

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۸مه له غزني ولایت او ۱۱ ولسوالیو پرته ترسره شي.

شریک یي کړئ