Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ۲۷ ولایتونو کې ۲ زره او ۷۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي

د ټاکنو کمېسیون اداري مرستیال وایي تراوسه په ۲۷ ولایتونو کې له ۲۷۰۰ څخه زیاتو کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې څه باندې ۱۵۰۰ کسانو د ولسي جرګې او ۱۲۵۰ تنو د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

کمېسیون وايي، تر اوسه ورته لا د اوو ولایتونو د نوماندانو نوملړ نه دی رسېدلی.

دغه کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو د استازو لپاره ۲۸۶۱ چوکۍ ټاکلې دي. د ټاکنو کمېسیون وایي، د وګړو د احوالو ثبت ادارې په پکتیا، دایکندي او ننګرهار کې د څلورو ولسوالیو د وګړو د شمېر په هکله دې بنسټ ته مالومات نه دي لېږلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذ الله دولتي په دې اړه وویل:«هغه ولسوالۍ چې تر ۴۰ زره وګړي ولري پنځه څوکۍ لري، هغه ولسوالۍ چې له ۴۰ تر ۷۰ زره نفوس ولري اوه څوکۍ، او هغه ولسوالۍ چې له ۷۰ تر ۱۰۰ زره وګړي لري هغه ۹ څوکۍ لري او هغه ولسوالۍ چې له ۱۰۰ زرو زیات نفوس ولري هغه ۱۱ څوکۍ لري.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د هغو کسانو شمېر له څلور مېلیونو اوښتی چې ټاکنو ته یې نوم لیکنه کړې.

په داسې حال کې چې د زرګونه جعلي تذکرو او همداراز پر دغو جعلي تذکرو د سټېکر لګولو په اړه رپوټونه ورکړل شوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې د نوم‎لیکنې کتابونو د مالوماتو د ثبتولو کار پیل شوی او تراوسه له دې ډلې ۳۲ کتابونه د کمېسیون په مالوماتي بانک کې ثبت شوي دي.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:«د ډېریو ولایتونو یوازې دوه دوه کتابونه رارسېدلي او په راتلونکي کاري اوونۍ کې پرېکړه دا ده په هغه صورت کې چې پيلېږي او دا هېکله په دې مانا نه ده که‎چېرې کار له ځنډ سره مخامخ کېږي حتما پر شمېرو کې لاسوهنه کېږي؛ دا کتابونه شته او کتابونه د پیدا کېدو وړ دي او هر کله چې ورسېږي کتابونه سیسټم ته داخلېږي او دا شمېرې هلته جمع کېږي.»

دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ولسوالیو شوراګانو انتخات ترسره کوي.

دغه کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ د تلې اته ویشتمه نېټه اعلان کړې ده. 

خو له دې سره جوخت د ټاکنو کمېسیون د هغو رپوټونو په اړه اندېښمن دی چې د جعلي تذکرو په اړه دي او وایي د وګړو د احوالو ثبت اداره باید د جعلي تذکرو د وېش مخنیوی وکړي.

شریک یي کړئ