Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څارونکي بنسټونه: د ټاکنو کمېسیون د کابل رایو د جعل په لټه کې دی

د ټاکنو پر بهیر څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ۳۰۰ تر ۵۰۰ محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنې په غبرګون کې وايي چې دغه کمېسیون هڅه کوي چې د رایې ورکړې دغو محلونو ته جعلي سندونه جوړ کړي.

دغه بنسټونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو مرکزونو رایې تفتیش کوي او د دغو محلونو صندوقونه د پایلو پاڼې نه لري او د انتخاباتو په کمېسیون کې ځينې کړۍ هڅه کوي ترڅو دغو صندوقونو ته د پایلو پاڼې جوړې کړي.

د فیفا بنسټ غړی محمد امید نورزي په دې اړه وویل:«د دغو محلونو د تفتیش او بیاشمېرنه د دې لپاره ترسره کېږي چې د هغوی لپاره اسناد جوړ کړي او سندونه وړاندې کړي»

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس محمد یوسف رشید وايي:«د کابل وضعیت هره ورځ چې تېرېږي د فساد پر ګنج تبدیلېږي او وېره لرم چې په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هماغه پرېکړه چې د کابل رایې دې باطلې شي بله لاره او چاره ونه لرو.»

د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو تر دوه نیمو میاشتو زیات وخت تېرېږي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم د کابل د رایې اچونې د سلګونه ځایونو د تفتیش په حال کې دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«هغه صندوقونه چې اوس شمېرل او تفتیش کېږي له هغو صندوقونو څخه نه دي چې مخکې شمېرل شوي وو. دا هغه صندوقونه دي چې له بده مرغه د پایلو پاټې یې ستونزې لري او یا هم نشته.»

د ټاکنو پر بهیر څارونکي بنسټونه وایي چې د افغانستان له ټاکنو سره مرسته کوونکي بنسټونه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرتابه د ټاکنو په مدیریت کې ناتوانه بولي او د دغه کمېسیون د غړو پرلیرې کولو ټینګار کوي.

که د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې نهه ویشتمه ټاکنو د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو ورځ ټاکل شوې ده؛ خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او ګوندونه او سیاسي بهیرونه او دغه راز د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د دغو ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې د سمونو د راوستو غوښتونکي دی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو مرکزونو رایې تفتیش کوي او د دغو محلونو صندوقونه د پایلو پاڼې نه لري او د انتخاباتو په کمېسیون کې ځينې کړۍ هڅه کوي ترڅو دغو صندوقونو ته د پایلو پاڼې جوړې کړي.

شریک یي کړئ