Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښايي نرندرسینګ د خپل پلار پر ځای ولسي جرګې ته نوماند شي

د افغانستان د سیکانو د مشر، اوتار سینګ خالصه زوی، نرندر سینګ د تېره ورځ( د چنګاښ۱۵مه) ویلي دي چې غواړي د خپل پلار پر ځای د روان کال د تلې میاشتې کې د پارلماني ټاکنو لپاره د هندوانو او سیکانو ځانګړې څوکۍ ته ځان نوماند کړي.

په همدې حال کې د  ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د هېواد هندوان او سیکان کولی شي د خپل نوماند پر ځای بل نوماند وروپيژني.

ښاغلی اوتار سینګ د (چنګاښ۱۰مه) یې ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید کې له ۱۴ نورو سره ژوند له لاسه ورکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند یوه رسمي چارواکي څرګنده کړې ده چې د ډېرو غوښتنو ترڅنګ یې په ولسي جرګه کې د دوو څوکیو غوښتل او همداراز د اوتار سنګ پر ځای د هغه د زوی نوماندیدل شامل دي.

نرندر سنګ د جمعې پر ورځ هندي رسنۍ هنډین اکسپرس سره په خبرو کې ویلي دي:«هر چا ماته ویلي دي چې ځان نوماند کړه. هند کې د سیکانو مشر، سخبیر سنګ بادل هم د افغانستان سیکانو سره خپله همغږي اعلان کړې ده. زه به ټاکنو ته ځان نوماند کړم. زما پلار چې زموږ اقلیت ته مبارزه کوله، شهید شو. موږ به د ګورو پر ګامونو تګ وکړو.»

نوموړي دې پوښتنې په ځواب کې چې د داعش ادعا کړې یو شمېر سینکان غواړي په جلال آباد کې تر برید وروسته افغانستان پریږدي وویل:«ډېر کسان چې دلته دي، یوازې به دلته پاتې شي. سیکان که غواړي لاړ شي نو هېڅ هېواد دوی ته ځانګړې ژمنه نه کوي چې دوی ته به ځایونه ورکړي، په داسې حال کې چې دوی ووځي.»

تېره اوونۍ رویټرز راپور ورکړ چې په جلال آباد کې پر سیکانو تر برید وروسته چې ۱۴ تنه دوی په کې ووژل شول، اوس غواړي چې افغانستان پرېږدي او هند ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې هند د افغانستان هندوانو او سیکانو ته اوږدمهاله ویزې صادرې کړې دي.

افغانستان کې د هند سفیر، ویني کومار وویل:«دوی ټول کولی شي چې پرته له کوم محدودیت څخه هند کې ژوند وکړي. وروستۍ پرېکړه باید دوی وکړي. موږ د دوی مرستې ته چمتو یوو.»

پارلماني ټاکنو ته د اوتار سنګ خالصه زوی د خپل پلار له مرګ څخه وروسته وايي چې غواړي، دی د ولسي جرګې ټاکنو ته ودریږي

شریک یي کړئ