ټاکنو کمیسیون وايي کابل کې يې د ساحې د رییس او شپږو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
دوی وايي وروسته له هغه يې دا اقدام وکړ، چې په کابل کې د ټاکنیز مدیریت اړوند ورته ډېر شکایتونه وشول.
د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات په دې اړه وویل: «کابل کې د ساحې رییس له خپلو کارکوونکو سره له دندې لرې شو [خو د ټاکنو کمیسیون اعلامیه لیکي، چې دندې يې وځنډول شوې] او یو بل تن چې مزارشریف کې ساحوي مشر و، تکړه مدیر و، کابل کې سرپرست ټاکل شوی دی.»
دا اقدام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې ټاکنو کمیسیون د پلازمېنې په ګډون د دوولسو ولایتونو رايې یو ځل بیا شمېري.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د رایو بیا شمېر د څارونکو تر مخ، یو مناسب اقدام دی.
د فیفا اجراییه مشر یوسف رشید په دې اړه وویل: «کله چې کاندیدان پوی شي چې کمیسیون رایې بیا شمېري او پلټنه کوي دا یو نیک ګام دی.»
ټاکنو کمیسیون ویلي و، چې د جمعې په ورځ به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي، خو تازه وايي چې تر څو د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او غزني د ټاکنو برخلیک څرګند نه شي، مهالوېش به اعلان نه شي.
په ورته وخت کې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، حکومت ولسمشریزو ټاکنو ته تیار دی، هغه وویل: «تاریخ دې کمیسیون معلوم کړي موږ تیار یو، چې هم په امنیتي او هم بودجوي برخه کې چې څه ته اړتیا وي، تیار يې کړو.»
د ولسي جرګې د ټاکنو ابتدايي پایلې باید د لړم په ۱۹مه اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمیسیون ویلي و، دوی به يې د لېندۍ پر درېیمه اعلان کړي.