په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو سیمه ییز دفتر وايي د ټاکنو پر ورځ د لسهاو شکایتونو او ګډودیو په اړه له دې کمېسیون سره د راپورنو له ثبتولو خبر ورکوي.
کندهار کې د ولسي جرکې ټاکنې شنبې په ورځ ترسره شوې، په داسې حال چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸ او ۲۹مه ترسره شوې.
د کندهار ولایت اوسېدونکی، روح الله وايي:« کله چې موږ مرکزونو ته لاړو نومونه نه وو. د ش او ف توري نه وو. یو شمېر کسانو چې دا حالت ولیدو نو بېرته خپلو کورنو ته ولاړل او رایه یې ورنکړه.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس، عبدالبدیع صیاد ویلي وو چې هېواد کې د ټاکنو په ترڅ کې ترسره شوې ستونزې به په کندهار کې تکرار نشي.
سره له دې په کندهار کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر وايي د ټاکنو پر ورځ یو سلو ۴۸ تنه د ټاکنو سیمه ییز کارکوونکي د امنیت او ښه امتیاز نشتوالي له کبله خپلو دندو ته نه وو حاضر شوي.
سره له دې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز چارواکي وايي چې کندهار کې ټاکنې په بریالي توب ترسره شوي.
کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د سیمه ییز دفتر رئیس، کریمالله استانکزی وايي: «په بېلابېلو برخو کې شکایتونه شوي دي، یو یې هم په نوملړ کې د رایې ورکوونکو د نوم نشتوالی وو یوه کس چې په یوه مرکز کې نوم لیکنه کړې وه، هلته یې نوم نه وه، دا ستونزه په ټولو مرکزونو کې وه.»
خو د دغه بهیر په پیل کي د رايي ورکولو د یو شمير مرکزونو پر ناوخته خلاصیدو نیوکي وي، د بایمتریک د دستګاوه نشتون او یاهم تخنیکي ستونزي ،د مسلکي کارکوونکو نشتون او ځیني بی نظمۍ په دغه پروسه کي هغه ستونزوي وي، چي رایه ورکوونکي يي یادونه کوي.
همداراز د دې ولایت د ټاکنو سیمهییز دفتر رئیس، نعمت الله وردک څرګندوي:« په هغه کچه چې باید امنیت وی، په کندهار کې نشته. د ټاکنو پر ورځ پلټنځایونه کندهار کې زیات وو، ځکه یو شمېر مرکزونو ته یو شمېر کسان ناوخته ورسېدل. »
کندهار د ټاکنو په ورځ له امنیتي ګواښونو څخه هم په امن نه وو.
د کندار د امنیت آمر، رحمت الله اطرافي وايي:« فکر نه کوم چې دښمن تحرکات ونلري، دوی درلودل؛ مثلآ په خاک ریز، شا ولي کوټ، ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې مایونونه ځای پر ځای کړي وو.»