Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې معترض نوماندان د رایو بیا شمېرنه غواړي

کندهار کې له نورو ولایتونو یوه اوونۍ وروسته د روانې میاشتې (لړم، په پنځمه) د ولسي جرګې ټاکنې وشوې، چې په اړه يې معترضو نوماندانو شکایتونه راپورته کړي دي.

دغه نوماندان چې په یوه غونډه کې را ټول شوي و، ټينګار کوي چې له بایومټریک پرته رايې ورته د باور وړ نه دي او باید حساب نه شي. 

دوی ټاکنیزو کمیسیونونو ته خطاب کې وویل، چې باید د ټولو مرکزونو رايې له سره وشمېرل شي. 

د نور احمد ایفاض په نوم معترض نوماند وايي، دوی روڼتیا غواړي او په وینا يې مختلف کسان په شویو درغلیو کې ښکېل دي. 

هغه زیاته کړه: «مختلف کسان په درغلۍ کې ښکېل دي، نو زموږ د شفافیت غوښتونکو نوماندانو غوښتنه داده چې بې له بایومټریکه رايې موږ نه شو منلی.»

شیر محمد قیومي یو بل نوماند دی چې په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ساحوي دفتر په درغلۍ تورنوي، هغه وايي چې لا هم د رایو د ښکته پورته کېدو لپاره پر دې دفتر د نوماندانو بېروبار جوړ دی. 

قیومي وویل: «په کمیسیون کې اوس تاسې ورشئ، صندوقونه خلاص ولاړ دي، بولۍ وهل کېږي، صفر په لس زره ډالر.»

عبدالحق نما هم ورته څرګندونې لري او په وینا يې ټاکنو کمیسیون باید د زوارواکانو پر مرکز بدل نه شي. 

په ورته وخت کې په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی ته صندوقونه له مرکزونو تړلي راځي او تړلي يې مرکز ته لېږي، په وینا يې دوی نه پوهېږي چې کومې رايې بایومټریک شوې او کومې نه دي. 

د دې کمیسیون مشر نعمت الله وردګ زیاته کړه: «بایومټریک او د رایو پایلې له ساحې نه بند راځي او مرکز ته همداسې بند لېږل کېږي، ولایتي دفتر په دې کې نه مکلفیت لري نه صلاحیت، موږ تلیفوني معلومات اخیستي ښايي کم شي یا زیات شي.»

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې (۲۹-۲۸) ترسره شوې، چې په کندهار ولایت مقام کې د برید له امله په دې ولایت کې یوه اوونۍ وځنډول شوې. 

دا په داسې حال کې دی چې ټاکنو کمیسوین د شاوخوا یوولسو ولایتونو او پلازمېنې کابل رايې له سره شمېري، وړاندې دې کمیسیون ویلي و، چې لومړنۍ پایلې به د لېندۍ پر درېیمه اعلان کړي. 
 
شریک یي کړئ