Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ:د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي به د جمعې په ورځ غوړه کړل شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نوماندانو له خوا د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو ته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د رایې ورکړې په یوه بهیر کې رایه ورکړي.

د ولسمشرمانۍ په وینا، د عدلیې وزارت دوه کارونکي، دوه تنه د مدني ټولنې بنسټونو په استازیتوب، او دوه تنه هم د راتلوونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د تشریک مساعي شورا دوه استازي به د عدلیې وزارت د یوه مرستیال تر مشرۍ لاندې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو، د دارالانشاګانو رییسان د ټاکنو مسوولیت ولري.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د ۱۴ غړو ټاکنې به په هغه صورت کې ترسره شي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېری نوماندان حاضر وي.
ټاکل شوې وه چې نوي کمېشنران به سبا ته غوره کړل شوي وای، خو ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته د ځينو نوماندانو په غوښتنه او د ځينو نورو نوماندانو د مسافرت له امله دا بهیر تر جمعې وِځنډول شو.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن وویل چې نوي کمېشنران به سبا ته غوره کړل شي.

ښاغلي چخانسوري په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې سبا ته په ارګ کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له حضور سره د ټاکنو خپلواکو کمېسیونونو کمشنرانو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشاګانونو رییسانو ته د رایې ورکړې بهیر پیل شي. دا بهیر د هغه کړنلارې له مخې چې چمتو شوی له د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو نوماندانو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو له محترمو نوماندانو سره شریک شوې او نن له محترمو رسنیو سره هم شریکېږي او د رسنیو له لارې د افغانستان له محترمو خلکو سره دا کړنلاره شریکېږي.»

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ دا پرېکړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نوماندانو د تشریک مساعي شورا له مخالفت سره مخ شوه. دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې هغوی تراوسه بریالي شوي نه دي د هغو کسانو نومونه چې په ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره نوماند دي ترلاسه کړي او له همدې امله له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي چې د رایې ورکړې بهیر د جمعې په ورځ ترسره کړي.

د دغې شورا یو غړی بشیر بېژن او د دغې شورا لومړي مرستیال نوارالحق علومي واي چې ولسمشر په بیړه او د ولسمشرۍ نوماندانو پر خلاف پرېکړه کړې ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو د تشریک مساعي شورا له دې غوښتنې څو ساعته وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ، هم په یوې خبرپاڼه کې وویل چې نوي کمېشنران به د جمعې په ورځ غوره کړل شي.

تېره ورځ ګوندونه، د مدني ټولنې بنسټونو او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندانو ویلي وو چې تراوسه د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو غړو ته د رایې ورکړې کړنلار جوړه شوې نه ده.

دا ګوندونه، د مدڼي تولنې بنسټونه او نوماندان وايي چې ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د راغونډېدو او د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو د غوراوي څرنګوالی د حکومت د پرېکړې په تمه دی.

د ټاکنو د نوي قانون له مخې د ولسمشرۍ اتلس نوماندان باید د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو لخوا له ۸۴ معرفي شویو کسانو څخه څوارلس تنه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره غوره کړي، خو حکومت وايي تراوسه د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو ته د رایې ورکولو ځاي، ورځ او څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

د ټاکنو نوماندان، سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د څرنګوالي لپاره د یوې تګلارې د جوړولو په تمه دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماندان سید نورالله جلیلي د ولسمشر لخوا د قانون پر تعدیل اعتراض لري.

سید نورالله جلیلي په دې اړه زیاته کړه:«د قانون له بدلون سره مخالف وو په هېڅ یوې غونډه کې مو ګډون ونه کړ او دا موږ د ولسمشر له واک څخه ونه شمېرل.» 

د روانې اوونۍ په سر کې د مدني ټولنې ادارو او سیاسي ګوندونو ۸۴ تنه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره حکومت ته معرفي کړل چې د دغو کسانو سندونه د ولسمشر د دفتر په ریاست کې تر څېړنې لاندې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د ۱۴ غړو ټاکنې به په هغه صورت کې ترسره شي چې ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېری نوماندان حاضر وي.

شریک یي کړئ