Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استیناف محکمې پخواني کمېشنران په دوه نیم کاله بند محکوم کړل

د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې استیناف محکمې نن(چهارشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) په دوهمه او وروستۍ ورځ د ټاکنیزو شکایتونو پخواني غړي په ۲کاله او ۶میاشتې بند محکوم کړل.

د کمېسیون دا غړي د تېرو ټاکنو پرمهال پر کمکارۍ، له واکه په ناوړه ګټنې او د یو شمېر کسانو د رایو په زیاتوالو تورن دي.

د کمېسیون د محکومو شویو غړو لومړنۍ محکمه د روان کال د وږي په دولسمه ترسره شوه او هر یو په کې په پنځه کاله بند محکوم شول.

د ټاکنیزو شکایتونو د یادو غړو د استیناف غوښتنې محکمه تېره ورځ پیل شوه او د پرېکړې اوږدېدو سره، محکمې پرېکړه نن ورځې ته وځندوله.

د ولسي جرګې د ټاکنو جنجالي کېدو سره ولسمشر غني د ټاکنو کمېسیون غړي د روان کال به سلواغې میاشت کې له دندې ګوښه او څارنوالي ته یې معرفي کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د کمېشنرانو د تېرې ورځې محکمې په پای کې، مدافع وکیلانو یې پرېکړه سیاسي وبلله.

د استیناف محکمې نن د ټاکنیزو شکایتونو پخواني غړي په دوه کاله او ۶میاشتې بند محکوم کړل

شریک یي کړئ