Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا، ټاکنو کې په زړه‎ورتیا د خلکو له ګډونه درناوی کوي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي افغانانو د تخنیکي ستونزو او امنیتي ګواښونو سره سره په ټاکنو کې په زړه ورتیا برخه واخیسته.

یاد وزارت دوشنبې(د تلې په ۸مه نېټه) په خبره ښوې خبرپاڼه کې د ټاکنو امنیت تامین لپاره د امنیتي بنسټونو کارکړنې ستایلي دي.

خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ لپاره له نوماندانو او خلکو غوښتل شوي دي چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د وروستیو پایلو له اعلانه مخکې دي د پایلو په اړه قضاوت نه  کوي.

خبرپاڼه همداراز د حکومت له مشرانو او ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتل شوې چې د ټاکنو پایلو په تړاو دې خلکو ته روڼ حساب ورکړي.

خبرپاڼې د ټاکنو په ورځ د طالبانو بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې دا بریدونه د سولې لپاره د افغانستان د خلکو انګیزې، سولې او اقتصادي ټیکاو سره په تضاد کې وو.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په ۶مه نېټه له سختو امنیتي تابیاوو سره ترسره شوې، خو یو شمېر سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې په دغه ورځ ۲۶۰ امنیتي پېښې شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې په شویو پېښو کې ۲۰افغان سرتېرو او ۹ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. همداراز د ټاکنو په ورځ امنیتي پېښو کې ۳۷ سرتېري ټپيان او ۷۰ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون یک‎شنبې (د تلې په ۷مه نېټه) اعلان وکړ چې د رایو د ورکړې له مرکزونو د ترلاسه شویو شمېرو له مخې ، ۲۱۹۶۴۶۳ (دوه میلیونه یو سلو شپږنيو زره او څلور سوه او درې شپیته) کسانو په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون په وینا دا شمېر یوازې د رایې ورکړې له ۳۷۳۶ مرکزونو د پایلې کابل ته رسېدلې او دا شمېر به بدل شي.

دغه کمېسیون وايي چې تر اوسه د۲۳۴ د رایې ورکړې مرکزونو د برخلیک په تړاو مالومات نلري.

د دغه بنسټ په وینا د ۷۸۶ ټاکنیزو مرکزونو رایې د کابل مرکزي دفتر ته د رسېدو په حال کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د طالبانو بریدونه غندلي دي

شریک یي کړئ