Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایومېټریک دستګاو پېرلو لپاره دوبۍ ته د ټاکنو کمېسیون مشرتابه سفر

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه بنسټ رییسه له یوه پلاوي سره دوبۍ ته تللې څو د پنځه‎ویشت زره بایومېټریک دستګاوو د پېرلو لپاره له درملوګ شرکت سره خبرې اترې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د دغه بنسټ رییسه د ټکنالوژۍ د برخې له پلاوي؛ د دغه کمیسیون له یو شمېر کمېشنرانو او جګپوړ غړو سره د درملوګ په نوم شرکت نه د پنځه ویشت زره بایومېټریک دستګاوو د پیرلو د څېړنې لپاره دوبۍ ته تللی دی او ټاکل شوې ده؛ له دغه شرکت سره د ټاکنو د بایومېټریک دستګاوو د سافټ ویر د برابرولو پر څرنګوالي هم بحث وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح سادات په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه له یوې تخنیکي ډلې سره تللي دي چې د درملوګ له کمپنۍ سره ناستې لري او پر تخنیکي موضوعګانو سره بحث وکړي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې د دغو دستګاوو د څرنګوالي د څېړلو او پېرلو لپاره یوې مسلکې او تخنیکي ډلې ته اړتیا ده.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید وايي:«له بده مرغه زموږ او تاسو کې د چکر ذوق ډېر لوړ دی، په دغه حساس او مهم وضعیت کې چې مشرتابه باید پر بنسټيزو مسایلو کار وکړي، دوی په سفر دوبۍ ته ځي دا د پوښتنې وړ دی.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د غبرګولې میاشتې له اتلسمې راهیسې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ۳۳ زره او ۶۰۰ ښځو په ګدون تر ۱۰۰ زرو او ۶۰۰ تنو ډېرو کسانو نوم‎لیکنه کړې ده او دغه راز په غزني ولایت کې د شاوخوا څلور زره ښځو په ګډون ۱۵ زره تنو اصلي نوم‎لیکنه کړې ده. دا هغه شمېر دی چې په غزني کې لږ بل کېږي.

د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال وویل:«د کمېسیون مشرتابه نه شي کولای چې ټاکنې په سمه توګه مدیریت کړي او د خلک هم ستومانه شوي او نوم‎لیکنې ته نه‎راځي.»

له دې ټولو سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سالم مدیریت د نشتوالي له اړخه له پراخو نیوکو سره مخامخ دی؛ تر دې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه کمېشنر پر څو برخو د دغه بنسټ د غړو پر وېشل کېدو نیوکه کړې او ولسمشر غني ته نږدې کړۍ یې د ټاکنو کمېسیون په کارونو کې په لاسوهنې او دغه راز له ناقانونه کارونو په ملاتړ تورنه کړې ده.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې د بایومېټریک دستګاوو د څرنګوالي د څېړلو او پېرلو لپاره یوې مسلکې او تخنیکي ډلې ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ