Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د عبدالله پلویانو لاریون؛ محقق تقلبي رایې دې باطلې شي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو د لاریون په دوام، نن (شنبې، د لیندۍ ۲۳مه) بلخ کې د دغې ډلې پلویانو په لاریون لاس پورې کړ.

په دغه لاریون کې د ثبات او هپالنې یو مشرتابه غړي محمد محقق هم ګډون کړی و.

ښاغلي محق په لاریون والو په منځ کې د خپلې وینا په لړ کې یو ځل بیا ګواښ وکړ چې ۳۰۰ زره رایې د هغه په وینا تقلبي هغه چې جنجال رامنځته کېدونکې دي، که باطلې نه شي د ثبات او همپالنې ډله به د ټاکنو پایلې ونه مني.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویان په دې شعار چې درغلي نه منو واټونو ته راوتلي، د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم په دغه لاریون کې ګډون کړی دی.

د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وویل:«د ثبات او همپالنې خبره دا ده... یا پاکو او له درغلیو پاکو رایو - چې په هغه کې موږ ۵۱ سلنه موږ ګټوونکي یوو - اعتبار ورکړل شي یا هېڅ تقلبي پایله نه منو.»

دغه اعتراض کوونکي د روڼتیا او د نامعتبرو رایو د څېړلو غوښتونکي دي او وايي له خپلو رایو ملاتړ کوي او نه پریږدي چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو تجربه تکرار شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی بشیر احمد ته ینج وايي:«د خلکو رایې، د خلکو هوډ، د خلکو پرېکړه زموږ سره کرښه ده او له دغې کرښې یو ملي متر هم شاتګ نه کوو او نه غواړو چې د خلکو هوډ څوک فاسد کړي.»

دغه اعتراض کوونکي وايي په سختو شرایطو کې یې په ټاکنو کې ګډون کړی ترڅو راتلونکی ولسمشر وټاکي خو درغلیو دوی اندېښمن کړي دي.

معترض امین څرګندوي:«ولې د خلکو پاکې رایې له ناپاکو رایو نه جلا کوئ او ولې ټاکنې دومره کړکېچنې کوئ.»

بل معترض محمد صفا هم وايي:«نن مې اولادونه ووژل شول، کسان مو ووژل شول. په کور کې ډوډۍ نه لرو بې کاري ډېره ده.»

دا ټول په داسې حال کې دي چې تېره شپه عبدالله عبدالله په یوې خبري ناسته کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه دې په دغه ولایت کې پرانیستل شي چې دیکشنبې په ورځ(د لیندۍ په ۲۴مه)اجازه ورکړي چې دفترونه پرانیستل شي او د ټآکنو خپلواک کمېسیون د بیا شېرلو بهر پيل کړي.

دغه اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې د ټاکنیزو درغلیو له څېړلو وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان به هېواد له کړکېچ سره مخامخ کړي.

شریک یي کړئ