Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د ټاکنو د امنیت تامین څرنګوالی

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان وايي د هېواد په شمال کې یې د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره ۳زره افغان سرتېرې ځای پر ځای کړې دي.

جنرال محمدولي احمدزی زیاتوي چې طالبان د ټاکنو د بهیر د ګډوډولو په هڅه کې دي، خو افغان ځواکونه د خلکو او د ټاکنو د بهیر د امنیت د تامین هڅه کوي.

ښاغلی احمدزی څرګندوي:«دښمن په دې هڅه کې دی چې زموږ ملي بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي، خو زموږ امنیتي ځواکونه په پنځو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ امنیت تامینوي، خو له خلکو غواړو چې افغان ځواکونه ستاسو د اولادونو په شان دي او باید له دوی سره په همکارۍ دا ملي پروسه پایته ورسوو.»

بلخ ولایت کې د نا امنیو له کبله د ۳۱۵ ټاکنیزو مرکزونو له ډلې ۱۵۳یې د رایې ورکوونکو پر مخ خلاص دي او ۱۶۲ یې تړلې دي.

بلخ کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس، محمدایوب بیاني څرګندوي:«کمېسیون د ۲۸۲ مرکونو ته چمتووالی لري، او له بده مرغه په څو ولسوالیو کې چې ستونزې وې مواد نه دي رسېدلي، شاید ټاکنې په کې ترسره نشي، خو کمېسیون بشپړه چمتووالی لري.»

همداراز د بلخ امنیه قومندان، جنرال محمداجمل فائز زیاتوي:«په کېښندې ولسوالۍ کې لېري سیمې نا امنې دي، موږ به هلته هم ورسېږو، او بل د ټول هېواد په کچه بلخ هغه ولایت دی چې تر ډېره په کې ټاکنیز سایټونه پرانیستي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټې په رانېږدې کېدو سره د هېواد په شمالي ولایتونو سرپل، جوزجان او سمنګانو کې مخابراتي شرکتونو خپل خدمات بند کړي دي.

 د سرپل د والي ویاند، ذبیح‌الله اماني وايي:«څلور مخابراتي شبکو د چهارشنبې راهیسې په سرپل ولایت کې نشرات قطع کړي، او د شبکو له مسوولینو سره زموږ د خبرو پایله دا ده چې دوی وايي دا کار یې د طالبانو د ګواښونو له کبله کړی دی.»

په داسې حال کې چې طالبانو د اعلامیې په خپرولو سره پر ټاکنیزو مرکزونو د برید خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي، خو خلک د ګواښونو سره سره ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو دي او د ټاکنو کمېسیون نه غواړي تر څو ټاکنې رڼې ترسره کړي.

بلخ کې د ټاکنو د امنیت تامین څرنګوالی

په داسې حال کې چې طالبانو د اعلامیې په خپرولو سره پر ټاکنیزو مرکزونو د برید خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي، خو خلک د ګواښونو سره سره ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو دي

شریک یي کړئ