Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي

د ولسمشرۍ نوماند، ګلبدین حکمتیار دوشنبې(د لړم په ۲۰مه نېټه) کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال د ولسمشرۍ ټاکنو ۴۴ سلنه رایې چې صندوقونو ته اچول شوې دي، تقلبي او غیرمعیاري وبللې.

هغه زیاته کړه چې له پاکو رایو د ۱،۲ میلیونو بیلولو سره به د ټولو تقلبي رایو شمېر ۴۴ سلنې ته ورسیږي.

ښاغلي حکمتیار وویل چې اوس مهال اصلي جنجال په ۳۰۰زره رایو دی، چې یوازې د ولسمشرۍ د نوماند، اشرف ټول پرته، ټول نوماندان یې غیر معیاري بولي:«خو د غني ټاکنیزه ډله یې معتبرې بولي، ځکه چې په ګټه یې په غیرقانوني توګه صندقونه ډک شوي دي.»

هغه وړاندې وايي:«۳۰۰زره رایې د منلو نه دي. د تقلبي رایو د نه شمېرلو سره به نسبي پاکې رایې یو میلیون او ۵۰۰زره پاټې کېږي او ناپاکې رایې کابو یو میلیونو ۲۰۰زره دي، له دې سره ۴۴ سلنه رایې تقلبي او غیربایومټریک دي.»

دی زیاتوي چې له ۳۰۰زرو ډېرې رایې له ټاکنو یوه شپه مخکې یا د قانوني وخت پایته رسېدو وروسته صندقونو ته اچول شوې دي.

حکمتیار وړاندیز کوي چې په ټاکنو کې دې د درغلیو د څېړنو لپاره د نوماندانو په مشورې لوی قضايي پلاوی جوړ شي، ځکه دا کار څارنوالي او د هېواد محکمې نشي کولی.

حکمتیار د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د پایلو له اعلانه عاجز بولي او زیاتوي:«سره له دې چې کمېسیون ویلي وو له ټاکنو دوې ورځې وروسته به پایلې اعلان،ي خو نن له څلویښتو ډېرې تېرې شوې دي، خو دوی پایلې نشي اعلانولی».

ګلبدین حکمتیار همداراز د ۲۴۳۲ محلونو د رایو بیا شمېرلو سره مخالفت ښیې او وايي چې د یادو محلونو اسناد او بایومټریک وسایل ورک شوي دي او باید په دغو محلونو کې بیا ټاکنې وشي.

ښاغلی حکمتیار وايي چې ۲،۷ میلیون رایو له ډلې ۱،۲ میلیونه یې تقلبي او غیرمعیاري رایې دي او یوازې ۱،۵ میلیونه یې معتبرې رایې دي

شریک یي کړئ