Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش: د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې ژر تر ژره اعلان شي

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش کابل کې په یوې غونډه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.

ښاغلي دانش همدارنګه له ټولو لوریو وغوښتل چې د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.

د هغه په وینا، ځينې سیاسي ډلې او یا هم ټاکنیزې ډلې هڅه کوي چې د دغو ټاکنو په وړاندې خنډ رامنځته کړي.

ښاغلي دانش په دې اړه وویل:«له دې ټولو هڅو او یا ننګونو سره چې اوس له څه باندې دوه میاشتې کېږي چې هم کمېسیون او هم د خلکو رایې په یو ډول یرغمل نیول شوي دي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیونه غواړو چې اوس، د بیاشمېرلو مسله د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پای ته رسېدلې، نور نو اجازه ور نه کړي چې د هېواد له برخلیک او د خلکو له ژوند سره له دې ډېره لوبه وشي، او کمېسیون باید ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او موږ ټول کمېسیون او د کمېسیون پرېکړو ته دروناوی وکړو.»

په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې د سولې مذاکرات به د افغان دولت پر چورلیز وي. نوموړی زیاتوي چې طالبان په واقعي توګه په سوله باور نه لري.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش څرګنده کړه:«د سولې په هر ډول طرحه کې باید د افغانستان د خلکو بنسټيز اصول باید په پام کې ونیول شي. جمهوریت نظام، وګړي حقوق، د وروستیو نولسو کلونو لاسته راوړنې، یعنې اساسي قانون، د بیان ازادي، ټاکنې، بشري حقوق او د ښځو حقوق د افغانستان د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو محصولات دي... په دې ترتیب د سولې له هرې طرحې چې دا اصول په پام کې ونه نیسي یوه عادلانه او تلپاتې سوره به ترلاسه نه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي د پنجشنې په ورځ وویل چې دغه بنسټ د فني پلوه چمتو دی تر دوه راتلوونکو ورځو (شنبې د لیندۍ ۳۰مه) د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د دغه بنسټ په وینا، له هغو اوو ولایتونو چې په هغو کې د رایو بیاشمېرو بهیر له ځنډ سره پیل شو، یوازې بغلان پاتې دی څو په دغه ولایت کې د رایو بیاشمېرو بهیر پای ته ورسېږي.

شریک یي کړئ