Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

درملوګ شرکت ۱،۹میلیون بایومټریک شوې رایې تاییدوي

د درملوګ شرکت چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د بایومټریک دستګاوو د چمتو کولو مسوولیت لري، کمېسیون ته د یوه لیک په ترڅ کې تاییدوي چې د بایومټریک پېژندنې مالوماتي بانک کې یو میلیون او ۹۰۰زره رایې ثبت شوې دي.

دغه شرکت یک شنبې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په استولي لیک کې ویلي چې ۱۳۷ زره جنجال پاروونکې رایې یې په احتیاطي ډول د ټاکنو په ورځ قرنطین کړې دي.

درملوګ شرکت تاییدوي چې اطلاعاتي بانک ته له بایومتریک ماشینونو څخه یو میلیون، ۹۲۹ زره او ۳۳۳ رایې لېږدول شوي او په کې ثبت شوې دي.

دغه لیک د ټاکنو کمېسیون په ځواب کې استول شوی دی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لړم په څلورمه نیټه په یوه لیک کې له درملوګ شرکته پوښتنه کړې چې ولې د ټاکنو کمېسیون په سیسټم کې بایومتریک رایې ( یو مییلیون ۹۲۹ زره او ۳۳۳ ) ښي، خو هغه مالومات چې نوماندان یې لیدلی شي ( یو میلیون او ۷۹۱ زره او ۷۰۳ ) ښيې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی، محمد عبدالله په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«له درملوګ سره مکتوبونه او د ایمیلونو تبادله چې لرو یې، د همدغو دوو اعدادو دتایید او تشخیص لپاره دي چې یو عدد یې یو میلیون او ۷۹۱ زره سم دی او که یو میلیونو ۹۲۹ زره؟ او دا توپیر د څه له مخې دی؟»

درملوګ شرکت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لیک په ځواب کې لیکلي په مالوماتي بانګ کې د نوماندانو حساب د هر محل د پایلو پاڼې ښيي او کله چې د محلونو ټولې بایومتریک شوې رایې راټولې شوې ( یو میلیون او اوه سوه او ۹۱ زره او ۷۰۳) رایې په دغه بانګ کې ثبت شوې دي.

د دې ترڅنګ ۱۳۷ زره او  ۶۳۰ بایومتریک رایې په قرنطین کې دي.

درملوګ شرکت وايي د اطلاعاتو مرکز د مالوماتو له مخې په دغه مورد کې د ټاکنو کارکونکو د رایو پاڼې سهار وختي د رایو ورکولو له پاي ته رسیدو مخکې ثبت کړې دي او وروسته د هغو محلونو بایومتریک دستګاوې غیرفعالې شوې دي. خو په دغو محلونو کې د ټاکنو په ورځ د رایه ورکونکو د بایومتریک د ثبتولو د دوام لپاره کارکونکو احتیاطي دستګاوې فعالې کړې او رایه ورکونکو نوم لیکنه کړې ده.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس، یوسف رشید وايي:«ایمیل یې په دې برخه کې بسنه نه کوي. یوسلو اووه دېرش زره رایې یې ویلي وې چې احتیاطي دستګاو کې دي. اوس باید محلونه مشخص شي او د ټاکنو کمېسیون باید څېړنې ترسره کړي چې کومو محلونو ته یې اصلي دستګاوې لیږلې وي کار یې نه دی کړی یا یې تخنیکي ستونزې پیدا کړې دي او له دې احتیاطي دستګاو یې کار اخیستی دی.»

د درملوګ شرکت په لیک کې راغلي داسې موارد شته چې د رایو پاڼې له رایې ورکولو پرته په سرور کې ثبت شوې دي، خو له هغې وروسته د پایلو دوهمه پاڼه له هماغه مرکزه په څو رایو سره ثبت شوې ده، خو دا ځل له احتیاطي دستګاوو څخه ده دغه دوهمې پاڼې ارزول شوې، خو په قرنطین کې دي ځکه له یوه مرکزه د پایلو دوې پاڼې راغلې دي.

د درملوک شرکت په پروګرام کې راغلي دي چې کابو ۱۳۷ زره اختلافي رایې قرنطین شوې دي

شریک یي کړئ