Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"دکابل کابو دوه زره شکایتونو له ډلې د یونیم زر هغو څېړنه پیل شوې"

د ټاکنیز شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د کابل ولایت د شکایتونو بهیر چې پرون پیل شوی، په دغه ولایت کې د ۲۲۳۰ ثبتو شویو شکاتونو له ډلې، تراوسه د نږدې یو نیم زرو شکایتونو د څېړنې چارې پیل شوي دي.

د دغه بنسټ د ارزونې او څېړنې مسوول وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون کارکوونکو د کابل هغه یو زره او ۴۰۰ شکایتونه څېړي چې د رایو او رایه ورکوونکو د معالوماتو د توپیر په اړه ثبت شوي دي.
 
نوموړی کمېسیون همدارنګه وايي په هغو ولایتونو کې چې د شکایتونو شمېر یې ۲ زره شکایتونو ته رسېږي د څېړنې لپاره یې ډېر امکانات په واک کې ورکړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ارزونې او څېړنې مدیر احمد صمیم فیضي وايي:«په بېلابېلو کټګوریو کې دي، له وخت وروسته ۱۴۰۰ رایې چې تراوسه مو د هغه څېړنه نه ده پیل کړې چې څومره دوسیې دي، نه بایومېټریک شوې رایې، د نوماندانو د رایو ورکېدل، هغه موضوعګانې دي چې کم دي ډېری شکایت د ارایو د توپیر په اړه دي.»

د دغې برخې مسوول زیاتوي د ۳۰۰ زره جنجالي رایو او همداراز د باطل شویو رایو په اړه شکایتونه نه څېړي او د دغه بنسټ مشرتابه غړي په دې اړه پرېکړه کوي.

خو د دغه بنسټ مشرتابه غړي د دغو رایو د تفتیش او څېړنې په اړه په روښانه توګه څه نه وايي.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون غړی او منشي محمد قاسم الیاسي څرګنده کړه:«ولایتي دفترونه په پیل کې کولای شي چې د قانون او له مخکې د تعین شوې کړنلارې په چوکاټ کې له قانوني او تخنیکي پلوه مکلف دي چې څېړنه وکړي، خو دا چې حلور استثنايي حالتونه چې مرکزي دفتر ته اړمن دي. په مرکزي دفتر کې داسې هېڅ کړنلاره نشته چې تحملي وي.»

د تیفا ویاند محمد زبیر حبیب زاده هم وايي:«د تیفا موندنې ښيي چې ځينې شکایتونه مستند نه دي او کمېسیون مکلف دی څو رسېدنه وکړي او هغه له بهیره بهر کړي څو بهیر ونه ځنډېږي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون، یوه اوونۍ مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ثبتولو او څېړنې بهیر پیل کړ او ټاکل شوې چې په څه باندې یوې میاشتې پورې ۱۶ زره او ۵۰۰ شکایتونو وڅېړي.
 
شریک یي کړئ