Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بایومېټریک دستګاوو د مالوماتو د لېږد بهیر پر پڅوالي نیوکې

په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې څارونکي د دغه کمېسیون مالوماتي بانک ته د بایومېټریک دستګاوو د مالوماتو د لېږد پر پڅ بهیر نیوکه کوي. او وايي چې د یکشنبې راهیسې د یوازې د سلو بایومېټریک دستګاوو مالومات بانک ته لېږدول شوي دي.

د انتخاباتو کمېسیون دغه پڅ‎والی د بایومېټریک دستګاوو د برابرونکي شرکت په کار کې د ستونزې له امله ګڼي.

سره له دي چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې د بایومېټریک دستګاوو نه په کار اخیستنې سره به د ټاکنو له ترسره کېدو دوه ورځې وروسته دغه بنسټ د ټاکنو لومړنۍ پایلې د همدغو دستګاوو د مالوماتو له مخې اعلان کړي، خو اوس چې د ټاکنو له ترسره کېدو نهه ورځې تېرېږي دا بنسټ نه دی توانېدلی چې د بایومېټریک دستګاوو ټول مالومات مالوماتي بانک ته ولېږدوي.

دا بنسټ د هغو دستګاوو د شمیر په تړاو چې د ټاکنو پر ورځ ترې کار اخیستیل شوی دی روښانه مالومات نه ورکوي.

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې څارونکی محمد یونس نو اندیش وايي:«مالومات له ډيوایسونو یعنې له بایومېټریک دستګاوو څخه، ډیټاسنتر ته له کابو څلورو ورځو راهیسې کله درېدلی او کله هم په سوکه توګه جریان لري موږ دغه اندېښنه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون له مشرتابه او همدارنګه دارالانشا سره مطرح کړي دي.»

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې څارونکی عبدالقادر هوتخیل هم وویل:«دا چې کله له دستګاوو سرور ته مالومات لېږل کېږي ښايي چې پر سرور فشار راځي او نټ کمزوري کوي او همدا دی چې کار سوکه مخ ته ځي.»

اخوا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار یار په هغه لیک کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې لېږلی دی؛ بایو مټریک دستګاوو ته  د درملوګ د بهرنۍ شرکت د لاسرسي؛ د ټاکنو د ورځې په پای کې د دغو دستګاوو د مالوماتو د نه لېږدول کېدو او صندوقونو ته د نه بایومېټریک شویو رایو د اچولو د زمینې د برابرېدو په تړاو روښانه ځوابونه غوښتې دي او له کمېسیون نه یې غوښتي دی چې روڼتیا په پام کې ونیسي.

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مشرتابه شوراغړی همایون جریر څرګنده کړه:«یو لامل د نه بایومېټریک شوې رایې ده چې کمېسیون باید کارکوونکو ته اجازه نه ورکوله چې نه بایومېټریک شوې رایه مني. زموږ څارونکي ګومان کوي چې شونې ده څه باندې اته زره نه بایومېټریک شوې رایې شتون ولري.»

د سیاسي چارو کارپوه اصف اشنا هم وايي:«له کمېسیونه زموږ تمه دا ده چې د بایومېټریک شویو او نه بایومېټریک شویو رایو په اړه کره مالومات خلکو ته وړاندې کړي. څو هغه سر ورکی چې رامنځته شوی له منځه ولاړ شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بایومېټریک دستګاوو د معلوماتو لیږد د بهیر د پڅوالي لامل په درملوګ شرکت کې تخنیکي ستونزې بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي څرګنده کړه:«ځينې وړې تخنیکې ستونزې وې، انټرنیټي ستونزې وې دا ستونزې به ډېر ژر حل شي.»

هغه تصویرونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي ښيي چې د ټاکنو څو کارکوونکي د رایې ورکونې په یوه محل کې د رایې اچونې د پاڼو سټیکرونه له دې پرته چې له بایومېټریک دستګاه یې کار اخیستی وي د رایې اچونې پر پاڼو لګوي او صندوق ته یې اچوي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې نه بایومېټریک شوې رایې په دوو پړاوونو کې جلا کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله وايي:«دوه ډوله رایې جلا کوو او په دوه پړاوونو کې یې جلا کوو، هغه رایې چې هېڅ بایومېټریک شوې نه دي دا جلا کېږي. بل پړاو کې هغه رایې چې بایومېټریک شوې هم دي خو ګوته تکراري ده، څېره تکراري ده یا هم څېره تر د کم عمره ده او یا هم عکس د عکس له مخې اخیستل شوی دا دواړه د تفکیک او چاڼ وړ دي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی دی چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دغو ټاکنو کې څه باندې دوه مېلیون و شپږ سوه زره تنو خپلې رایې کارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه