Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ ولایت له ټاکنیزو مرکزونو ۹۰سلنه رایې ټولې شوې دي

 بلخ ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس وایي چې د دغه ولایت کابو نوي سلنه راې راټولې شوي او دغه شمېرې ښې چې ۵۷ زره کسانو خپله رایه کارولې ده.

له ټاکنو یوه ورځ وروسته د بلخ له ولسوالیو څخه مزارشریف ښار ته د رایو د صندقونو د لیږدولو بهیر پيل شوی دی.

د رایو دغه صندقونه د چاربولک له ناامنې ولسوالۍ دې ځاي ته راوړل شوي دي.

په بلخ ولایت کې په داسې حال کې د رایه ورکونکو شمیر کم بلل کیږي چې په دغه ولایت کې ۴۵۶ زره تنو نوم لیکنه کړې وه.

په بلخ ولایت کې د ټاکنو د سیمه ایز دفتر رییس، محمد ایوب بیاني وايي:«تر اوسه مو۵۸ زره رایې چې ۸۵ تر ۹۰سلنه رایې کېږي، په بلخ ولایت کې راټولې کړې دي.»

د بلخ والي هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم بولي او لامل یې هم امنیتي ګواښونه او د ټاکنو خپلواک کمسیون کارونو کې ستونزې بولي.

د بلخ والي، محمد اسحاق رهګذر زیاتوي:«د ورځې په پیل کې لږ څه ستونزې وې، هغه هم د بایو مټریک دستګاه د کار نه کولو له کبله وې.»

تراوسه د بلخ ولایت له اوو ناامنو ولسوالیو څخه د رایو د صندقونو د لیږد بهیر روان دی.

د بلخ امنیه قوماندان، اجمل فائز څرګندوي:«د شورتېپې، کلدار او خُلم ولسوالیو ټاکنیز توکي په حرکت کې دي او له چهارکند، زارې او کشندې نه هم د حرکت په حال کې دي، او کومه ستونزه نشته.»

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوهم ټولي قوماندان، منیب امیري وايي:«له نیکه مرغه چې موږ بلخ او چهاربولک کې دوې امنیتي پېښې درلودې چې له لیري د توغندیو توغول وو د خلکو د ویرولو لپاره، خو داسې جدي پېښه مو نه درلوده.»

خو محسن چې په مزارشریف کې کراچۍ لري وايي د شنبې په ورځ یې په ژوند کې د بدلون په موخه رایه ورکړې او تمه لري چې رایه یې حساب شي.

کارګر، محسن وايي:«سراسري سوله دې هېواد کې راشي، یو عادل ولسمشر دې پر کار راشي، تر څو خلک په آرامه سره ژوند وکړي.»

بلخ له هغو ولایتونو څخه دی چې د ټاکنو په ورځ د رایو ډیر مرکزونه پکې تړلي وو، په دې ولایت کې د رایو له ۲۸۲ مرکزونو څخه ۱۲۴ تړلي وو.

د بلخ والي په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم بولي او لامل یې هم امنیتي ګواښونه او د ټاکنو خپلواک کمسیون کارونو کې ستونزې بولي

شریک یي کړئ