رایه ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې بهیر چې د غبرګولي په ۱۸مه پيل شوی و، نن شبنې (د چنګاښ په ۸مه) پای ته ورسېد.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې (د غزني ولایت په استثنا) ۲۲۹ زره تنو رایه ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
خو په غزني ولایت کې د نوملیکنې بهیر د یوې اوونۍ لپاره وغځول شو. د دغه ولایت اوسېدونکو د ولسي جرګې په ټاکنو کې نوملیکنه نه وه کړې؛ ځکه چې په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس جبیب الرحمان ننګ وویل چې د ۲۲۹ زره تنو له ډلې چې نومونه یې لیکلي ۱۳۸ زره یې مېرمنې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایه ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې بهیر بریالی بللی، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې په دغه بهیر کې ځينې ننګونې شته؛ په دې اړه د خلکو ترمنځ د ن پوهاوی، د نوملیکنې په ځينو مرکزونو کې د توکو کموالی او امنیتي ګواښونه د دغو ننګونو له ډلې دي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ تاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او هېوادوال وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کړنې هغه وخت ته په کتو سره چې د انتخاباتو ترسراوي ته پاې دی ډېر پڅ روان دي.
کابل کې د دې نوملیکنې مرکز کې ښځې او نارینه په تمه ده چې خپل نومونه ولیکي، خو د نوملیکنې کتابونو د کمي له کبله، دوی نه دي توانېدلي چې خپل نومونه ثبت کړي.