Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رایو بیاشمېرنې سره پرېکون؛ دا بهیر به سبا ټول هېواد کې پیل شي

د دې سربېره چې درې ټاکنیزو ډلو او د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا، د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون وکړ او ځينو نورو ټاکنیزو ډلو د رایو بیا شمېرنې له طریقې سره مخالف دي، خو د ټاکنو کمېسیون بیا هم په کابل کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پيل کړی او وايي چې دا بهیر به سبا په ټول هېواد کې پیل شي.

د هغو ټاکنیزو ډلو چې دغه بهیر یې تحریم کړی تر ټولو ستره نیوکه، د هغو څه باندې دوه زره محلونو د رایو بیا شمېرنه ده، چې په هغو کې له بایومېټریک دستګاوو کار نه دی اخیستل شوی او همدارنګه د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د درې سوه زره نورو رایو بې برخلیکي له نیوکې سره مخ ده. 

اختلافونه وروسته له هغې زیات شول چې، د یو شمیر ټاکنیزو ډلو په وینا: ټاکنو کميسیون د ۲۲۵۰ محلونو رایې چې په هغو کې له بایومېټریک دستګاوو کار نه و اخیستل شوی یا په یادو محلونو کې بایومېټریک دستګاوې او یا هم مېموري ګانې یې ورکې شوي دي، د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې یې شاملې کړي او همداراز د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې یې ځینې اصول او طرزالعملونه تر پښو لاندې کړي دي.

ټاکنیزې ډلې زیاتوي د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړی د ۳۰۰ زرو رایو برخلیک چې د دوی په وینا د قانون خلاف دي باید روښانه کړی وای. 

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«دا دوه زره او څلور سوه صندقه په یوې میاشت کې - پنځه څلوېښت ورځې مخکې، د هغو کسانو په واک کې وو، چې هماغه پراخ تقلب یې پلان کړی و او د دغو صنوقونو په منځ کې کېدای شي هر څه پيدا شي.»

د ټاکنو د تعدیل شوي قانون د نولسمې مادې په دویم بند کې راغلي چې، د اختلاف په صورت کې یوازې په هغو محلونو کې چې له بایومېټریک دستګاوو څخه کار اخیستل شوی وي، رایې بیا شمېرل کېدای شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند فرامرز تمنا څرګنده کړه:«نه بایومېټریک شوې رایې بیاشمېرل کېږي او همدارنګه هغه رایې چې د ټاکنو ورځې په ټاکلي وخت صندقونو ته نه دي اچول شوي، دا په هېڅ وجه باید ونه شمېرل شي.»

د څه باندې ۸۴۰۰ محلونو رایې چې د ټولو رایو لس سلنه جوړي، بیا شمېرنې ته تللي دي. د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا هم د رایو د بیا شمېرنې له بهیر سره پریکون اعلان کړی دی. 

د ولسمشرۍ نوماند او د نوماندانو د شورا غړی شهاب حکیمي وايي:«موږ دریځ هماغه پخوانی دریځ دی چې موږ غوښتل له هماغه پیله له ټاکنو سره پرېکون وکړ، نو پایله یې هم زموږ لپاره د بندیز وکړ ده.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د درملوک شرکت د بشپړ راپور د جزییاتو په اړه روښانه اطلاعات په لاس نه ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وویل:«د ټاکنیز عدالت تامین د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو دنده ده نه د درملوک شرکت.»

په دې ډله کې داسې ښکاري چې، یوازې د اشرف غني ټاکنیزه ډله ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پریکړو ته درناوی لري.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې ویاند نجیب دانش څرګندوي:«که چېرې د کمېسیون پریکړه دا وي چې دا رایې دې بیا وشمېرل شي، طبعاً چې زموږ د تایید وړ ده.»

د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې له بندون سره مخ شوي چې، د نوي مها‎ل وېش له مخې ټاکل شوې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې اوونۍ په پای کې اعلانې شي.

د هغو ټاکنیزو ډلو چې دغه بهیر یې تحریم کړی تر ټولو ستره نیوکه، د هغو څه باندې دوه زره محلونو د رایو بیا شمېرنه ده، چې په هغو کې له بایومېټریک دستګاوو کار نه دی اخیستل شوی.

شریک یي کړئ