Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د رایو په هکله د ځانګړې څېړنې پرېکړې د کمېسیونونو ترمنځ ورکې دي

د ولسمشرۍ ټاکنو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون پرېکړې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ترمنځ نادرکه دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون دارالانشا وايي چې د دغه کمېسیون ټولې پرېکړې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استول شوې دي، خو د انتخاباتو کمېسیون بیا وايي چې تراوسه یې دغه پرېکړې نه دي ترلاسه کړي. 

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي په دې اړه وايي:«موږ تېره ورځ هغه څه چې له کمېسیونه موږ ته راغلي وو، پرېکړې او د هغه ضمایم مو په بشپړه توګه په یوه مکتوب کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د دوه تنو کمېشنرانو په واسطه ټاکنو کمېسیون ته استولې دي.» 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب رحمان ننګ هم په دې اړه زیاتوي:«زموږ حقوقي او تخنیکي ډله د دغو پرېکړو د تطبیق لپاره چمتووالی لري او زموږ تمه دا ده چې دغه پرېکړې موږ ته ورسېږي او تراوسه موږ ته استول شوي نه دي.»

خو د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون یو غړی د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږل شوې پرېکړې نېمګړې بولي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې خپلواک کمېسیون غړی قطب الدین رویدار څرګندوي:«دغه پرېکړې چې د کمېشنرانو لاسلیکونه پرې دي تراوسه استول شوې نه دي او یوازې ابلاغیه استول شوې ده.» 

بل خوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د حراست او ثبات شورا پر دې وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره د قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر اعلانېدو غوښتنه کوي.

د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال وویل:«خپلې پرېکړې د عدالت اصل ته په کتو، عادلانه اجراات او د بې پرېوالي اصل په رعایت سره صادرې کړئ.»

د ولشمرۍ ټاکنو له ترسره کېدو نژدې پنځه میاشتې تېرطږي، خو تر اوسه ټاکنیز کمېسیونونو پر دې نه دي بریالي شوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون پنځه ورځې مخکې پرېکړه وکړه چې د ۳۰۰ زره جنجالي رایو یوه برخه باید په ځانګړې توګه وڅېړل شي.

شریک یي کړئ