Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زابل او تخار په څلورو ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه تړل شوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په تېرو پنځو ورځو کې د امنیتي ګوښونو له امله د تخار په بهارک، اشکمش او خواجه غار ولسوالیو او دغه راز د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونه  تړل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن (جمعه د غبرګولي په ۲۴مه) وویل چې د ذکر شویو ولسوالیو سربېره، په غزني ولایت کې د نوم‎لیکنې شپته سلنه مرکزونه تړلي پاتې دي. 

د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم‎لیکنې بهیر د غبرګولي په ۱۸مه نېټه پیل شو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې تراوسه کابو ۲۵ زره تنو نوم‎لیکنه کړې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې کابو ۲۵ زره تنو نوم‎لیکنه کړې چې ۳۵ تر ۴۰ سلنه یې مېرمنې دي.»

په دې لړ کې په غزني ولایت کې د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر چې په بیل ډول پېل شوی دی هم له ستونزو سره مخ دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په غزني کې د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې د ۲۴۷ مرکزونو نه یوازې ۷۸ مرکزونه پرانستې دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایيي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«خلکو ته دې د لاسرسۍ شرایط برابر کړي - په ځانګړې توګه د مېرمنو لپاره. په ځينو ځاینو کې د نوم‎لیکنې مرکزونه په پوځي قطعو کې ځای پر ځای شوي دي.»

 د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندان د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د مدیریت د ناتوانۍ خبره کوي.

 ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي وايي:«له بده مرغه حکومت دا پروسه په بشپړه توګه د ځان د بریا لپاره چمتو کړې ده، تقویتي نوم‎لیکنه په همدې ډول مخته ځي. حکومت په دې اړه له سیاستوالو او نوماندانو سره بحث نه دی کړی.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. ټاکل شوې وه چې له دغو ټاکنو سره هم‎مهاله د ولسوالۍ شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې هم ترسره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون موده مخکې اعلان وکړ د ځينو دلیلونو په یاده شوې نټېه یوازې کولای شي چې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په غزني کې د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې د ۲۴۷ مرکزونو نه یوازې ۷۸ مرکزونه پرانستې دي.

شریک یي کړئ