Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شکایتونو کمېسیون لخوا د یوشمېر جنجالي رایو ځانګړي تفتیش پرېکړه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بلاخره پرېکړه وکړه چې د ۳۰۰زره جنجالي رایو له ډلې دې یو شمېر په ځانګړي توګه تفتیش شي.

دغه کمېسیون (چهارشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) وویل چې د ۱۳۷ زره رایو له ډلې ۱۰ سلنه مشکوکې او ۱۵ سلنه د ټاکنو له ورځې د وتلو وسلو زرو رایو له ډلې په ځانګړې توګه تفتیش کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د وروستۍ پریکړې له مخې له څه د پاسه ۱۳۷ زره شکمنو رایو له دلېژ چې باید د ۳۰۹ محلونو رایې په ځانګړې ټوګه وارزول شي ـ که ۶۵ سلنه دغه محلونه له مخکې ټاکل شوي معیارونه پوره کړي، ټولې څه باندې ۱۳۷ زره رایې به بااعتباره وبلل شي، خو که ۳۵ سلنه دغه محلونه د کمیسیون معیارونه پوره نه کړي ټولې دغه رایې به په ځانګړې توګه وارزول شي.

په ۱۱۰۳ محلونو کې د ټاکنې له ورځې مخکې یا وروسته سل زره رایې به هم په ځانګړي ډول وڅیړل شي که دا رایې هم ۶۵ سلنه منل شوي معیارونه پوره کړي ټولې دا رایې به باعتباره وي، خو که ۳۵ سلنه دغه رایې منل شوي معیارونه پوره نه کړي ټولې دغه رایې به له سره وارزول شي.

دغه کمیسیون وایي له بایومتریک پرته ۲۴۲۳ محلونو څخه د کابو دوه زره محلونو رایې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا بې اعتباره بلل شوې اوس به د ۲۹۸ محلونو رایې بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی او ویاند، محمد قاسم الیاسي وویل:«د ۲۳۷ زره محلونو له ډلې، ۱۰ سلنه یې تفتیش ته ځي چې بایو مټریک مالومات لري او که یې نلري، ژورنال لري او که یې نلري، معتبر ریزلت شیت لري که یې نلري.»

همداراز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره، زهره بیان شینوارې زیاتوي:«تایید او رد کول ډېر اسانه دي. د ټاکنو کمېسیون تایید کړې وه، موږ هم تایید کړې وه او پرېکړه مو وکړه خلاص؛ خو موږ دا کار ونکړ، موږ غواړو چې ټاکنیز عدالت تامین کړو.»

د ولسمشرۍ ټاکنو له کیدو د څه د پاسه څلورنیمو میاشتو له تیریدو وروسته تراوسه ددغو انتخاباتو وروستۍ پایلې نه دي روښانه شوې.

که څه هم تمه کېده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو په هکله خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړيو خو په دې پریکړې سره باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دوو اونیو پورې د یو شمېر جنجالي رایو په اړه نمونه يي پلټنه پای ته ورسوي او د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له ټاکنو د څلورو نیمو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ټاکنو وروستیو پایلو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده څرګنده

شریک یي کړئ