Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوملړ د اصلاح لپاره د کمېسیون او احصایې ترمنځ د همغږۍ نشتون

کابو لس ورځې کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو ورکوونکو نهه مېلیوني نوملړ یې د اصلاح لپاره د احصایې ملي ادارې ته لېږلی دی.

خو تراوسه روښانه نه ده چې د احصایې ملي ادارې د دغه نوملړ د اصلاح کولو بهیر پيل کړی که نه، خو کله چې د طلوع نیوز خبریال وغوښتل په دې اړه له دغه بنسټه پوښتنه وکړو او د دې بهیر د اصلاح کولو بڼه انځور کړو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مسوولینو د هغه څه له امله چې د دې موضوع حساسیت او همداراز د ټاکنو له کمېسیون سره د همغږۍ نشتوالی یې بولي دې کار ته حاضر نه شول. 

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي وویل:«هغه مکلفیت چې د نفوسو د احوال ثبت اداره یې لري دا دی چې له موږ سره د جعلي تذکرو په پېژنده کې مرسته وکړي.»

د رایو ورکونکو په نوملړ کې ستونزې د ولسي جرګې ټاکنې یو لوی جنجال و او د تقلبي تذکرو او سټیکرونو وېشل هم پر تېرو ټاکنو یوه بله نیوکه وه.

سیاسي ګوندونو په هغه وخت کې د زرګونه سټیکر لرونکو تذکرو له کارولو پرده پورته کړه.

په دې لړ کې اجراییه رییس ګواښ کوي چې له درغلیو ډکې ټاکنې کولای شي په هېواد کې د بې ثباتي رامنځته کړي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«له درغلیو ډکې ټاکنې کولای شي چې د هېواد د بې ثباتۍ لامل شي.»

اخوا ځینې سرچینې وايي په هېواد کې د لس مېلیونه تذکرو د وېشلو په بهیر کې په لسګونه زره تذکرې د نفوسو د احوال ثبت د مرکزي دفتر په کتابونو یا کنده کې له ثبتولو پرته خلکو ته وېشل شوې چې دا چاره د رایو ورکوونکو د نوملړ د اصلاح کولو بهیر له ننګونو سره مخامخ کوي.

اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې د احصايې ملي اداره به دا نوملړ په کومه بڼه اصلاح کړي او آیا د نهه نیم مېلیونه نوملړ اصلاح کول د دې بنسټ په آرشیف کې شونی دی؟

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي رییس  یوسف رشید څرګنده کړه:«هغه څه چې دوی یې د نوملړ په برخه کې د پروګرام او فعالیت په توګه تر لاس لاندې لري اصلاً شونې نه ده.»

کابو درې میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو ته پاتې دي، د انتخاباتو قانون له مخې باید د ټاکنو ټول بهیرونه د ټکنالوژۍ په کارولو ترسره شوي وای خو د تقویتي نوم لیکنې بهیر د ولسي جرګې ټاکنو په شان عملي شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه