د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې هغوی د ولسمشریزو، ولایتي شورا او غزني ولایت ولسي جرګې ټاکنو عملیاتي پروګرامونه وروستي کړي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د شنبې په ورځ (د وري په ۲۴ مه) په دغو ټاکنو کې د بایومېټریک ټکنالوژۍ د استفادې د څرنګوالي په اړه د ټاکنو کمېسیون او د احصایې د مرکزي ادارې ترمنځ هوکړهلیک به لاسلیک شي.
دغه چارواکي همدارنګه وايي چې د ولسمشرۍ، ولایتي شورا او د غزني ولایت د ولسۍ جرګې ټاکنو لپاره ۲۰۷ مېلیونه ډالره بودیجه وروستۍ شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې سبا (شنبه) له مرکزي احصایې سره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، په ټاکنو کې د بایومېټریک ټکنالوژۍ د استفادې په اړه هوکړهلیک لاسلیک کړي.»
ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې، د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه نه دی توانېدلی چې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې په بشپړه توګه اعلان کړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې ټاکل شوې په راتلوونکې اوونۍ کې د ځينو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.
په ورته وخت کې، پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، له ځنډ سره د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو پر اعلان نیوکه کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه چې موږ د وخت له عنصر نه په بشپړه توګه وتلي یوو؛ اوس د ټاکنو د مهالوېش په نوم هېڅ څیز شتون نهلري.»
د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ او د استازو د نه مشخص کېدو له امله، حکومت د ملي شورا دروازه وتړله.
د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رییس احمد جاوېد روف په دې اړه وویل:«کابو ۸۰ تقنیني سندونه د ملي شورا د دروازې د تړلو له امله په بې برخلیکۍ کې دي.»