Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو د بودیجې طرحه مالیې وزارت ته استول شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې هغوی د ولسمشرۍ ټاکنو د بودیجې طرحه مالیې وزارت ته استولې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون زیاتوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې نږدې دوه سوه مېلیون ډالر لګښت نظر کې نیولی او د دې بودیجې طرحه یې چمتو کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي:«موږ تېره ورځ له نېکه مرغه ټاکنو کمېسیون کې د مالیې وزارت د خزاینو له رییس سره وکړای شوای د ټاکنو بودیجه مالیې وزارت ه روانه کړو او له نېکه مرغه موږ نن د ټاکنو عملیاتي پلان هم وروستۍ کړ.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا وايي، کمېسیون باید لومړی د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پروګرامونه جوړ کړی وای او وروسته یې بودیجه تصویب کړې وای.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ویانده صغرا سعادت په دې اړه څرګنده کړه:«لومړی کارونه او پلانونه او پروګرامونه مشخص کېږي او د هغه پر بنسټ بودیجه جوړېږي؛ که‎چېرې ټاکل شوي وي چې موږ د ټاکنو په ټولو پړاونو کې په ځاګړې توګه د رایې ورکوونکو د نوم‎لیکنې او د رایه ورکوونکو د نوملړ چمتو په برخه کې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړو، فکر کوم چې د بودیجې له هغې څه زیاتېږي چې کمېسیون په پام نیولې ده.»

څارونکي بنسټونه وايي، ملګرو ملتونو څلور تنه چې له دې وړاندې یې د نورو هېوادونو د ټاکنیزو کمېسیونونو مشري کوله، حکومت ته د ټاکنو کمېسیون د غړو په توګه پېژندلي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید څرګنده کړه:«موږ په داسې وضعیت کې د رایې د حق له ورکړې څخه پرته دوه نړیوالو څارونکو یا کمېشنرانو ته اړیا وینو. یوه دا چې بې اعتمادي ده او ښه ده چې د اعتماد له زیاتوالي سره مرسته وکړي. او د مدیریت مسله مرستې او تخنیکي سلامشورې دي چې د پرېکړو په وخت کې له کمېسیونونو سره مرسته وکړي.»

تمه ده چې د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې نږدې دوه سوه مېلیون ډالر لګښت نظر کې نیولی او د دې بودیجې طرحه یې چمتو کړې ده.

شریک یي کړئ