Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشرۍ ټاکنو د بودیحې په اړه د کمېنشرانو په څرګندونو کې توپير

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي د ولسمشریزو ټاکنو د بودیجې او د نوم‎لیکنو په اړه دوه ګونی او متفاوت شمېر وړاندې کوي.

که‎څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه دا توپیر لفظي تېروتنه بولي خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه دا کار د یوه ستر بهیر په وړاندې بې پروايي ګڼي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ریسه له ښځو سره په ناسته کې د غبرګولي له اتلسمې د دې میاشتې تر ۲۵ پورې د تقویتي نوم لیکنې په بهیر کې د نوم لیکنې شمېر بیانوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وايي:«په ټولیزه توګه د ټولو ټاکنو لپاره زموږ بودیجه ۱۴۷ مېلیون ډالر ده.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د بودیجې د وروستي کېدو خبر هم ورکړ خو د دې بنسټ د رییسې او د دارالانشا د رییس لخوا ورکړل شوې شمېرې څو مېلیون ډالري توپير لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ:«د بایو مېټریک وسایلو پېر او د بایو مېټریک ټرانسپورټ سره دقیقاً ټوله بودیجه ۱۵۰ کېږي.»

د دغه کمېسیون یوه بله کمېشنره د ټاکنو د بودیجې په هکله درېیم ډول شمېرې له خلکو سره شریکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنره رحیمه ظریفي بیا وايي:«د ټاکنو دقیقه بودیجه ۱۴۹ اعشاریه اته مېلیون ډالره ده چې یوه بشپړه ټاکنیزه کڅوړه ده.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۴۶ مېلیون ډالري بودیجه تایید کړې ده.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویانده مروه امیني څرګندوي:«هغه شمېرې چې له څارونکو بنسټونو سره شریکې شوي ۱۴۶ مېلیونه ډالر ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دي. په ټاکنو کمېسیون کې نه همغږي ډېره جدي ده او دا د دې ښودنه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د مها‎ل‎وېش پر بنسټ پر مخه نه ځي او دا کار د خلکو باور ته زیان رسوي.»

اخوا که څه هم په غزني کې د نوم لیکنې اویا سلنه محلونه تړلي دي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ په دې ولایت کې د نوم لیکنې په اړه په زړه پورې شمېرې بیانوي.

 ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ