د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړیو پایلو اعلان چې ټاکل شوې وه د روانې لړم میاشتې په ۲۳مه اعلان شي، یو ځل بیا وځنډېد.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی، اورنګ زیب نن(چهارشنبې د لړم په ۲۲مه نېټه) وايي د پایلو په اعلان کې د ځنډ لامل له اتو زرو د ډېرو ټاکنیزو محلونو د رایو د بیا شمېرنې پر سر لانجې دي.
په همدې حال کې د یاد کمېسیون ویاند، عزیز احمد ابراهیمي وايي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو او سیاسي بهیرونو شکایتونو ته د رسېدو لپاره یې په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرنې بهیر درولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ثبات او همپالنې ډلې پلویانو بلخ کې د رایو بیا شمېرنې پر وړاندې په اعتراض کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر وتړلو.
دا دریم ځل دی چې په هېواد کې د تلې د ۶مې نېټې ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان له ټاکلي وخته په شا کېږي.
د ټاکنو مهال ویش له مخې ټاکل شوې وه لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه نېټه اعلان شوې وی.