Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو قسمي پایلو اعلان لپاره د کمېسیون سلامشورې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی وايي چې د دغه کمېسیون د غړو ترمنځ د ۲۷ ولایتونو بیا شمېرل شويو رایو د پایلو د قسمي اعلان په اړه سلامشورې روانې دي.

د دغه کمېسیون غړی اورنګ زیب وايي له هغې وروسته کله چې د دغه بنسټ دارالانشا د ۲۷ ولایتونو د بیا شمېرل شویو رایو راټولې شوې پایلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له غړو سره شریکې کړي، سبا (یکشنبې د لیندۍ په ۱۰ مه) به په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

اورنګ زیب په دې اړه وویل:«موږ په قسمي پایلو بحث وکړ، پر لومړنیو پایلو هم او پر هغو ولایتونو چې بند دي او دا چې موږ څنګه کولای شو دا اوه ولایتونه پرانیزو.»

د هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو د دوو میاشتو په تېرېدو سره، لا هم د ټاکنو پایلې نه دي روښانه شوي.

خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی وايي د دغه کمېسیون د غړو ترمنځ خبرې روانې دي څو د ۲۷ ولایتونو چې په هغو کې د رایو د بیاشمېرنې لړۍ پایته رسېدلې، قسمي پایلې اعلانې کړي.

اورنګ زیب زیاتوي چې، سبا به په دې اړه خپله پریکړه اعلان کړي. 

د ټاکنو کمېسیون دغه غړی له ټاکنیزو ډلو غواړي چې تر دې ډېر په اوو پاتې ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

له بل لوري، د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله بیا خبرداری ورکوي که چیرې ۳۰۰ زره رایې چې د دغې ډلې په باور نامعتبرې دي، باطلې نشي، پراخ اعتراضونه به په لاره واچوي.

د ټیفا اجراییه رییس نعیم ایوب زاده وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو له خوا یوه جلسه جوړه شي او ټول شریکان دې وي او له کمېسیونه سوالانونه مطرح شي او خپل دلیل تخنیکي دلیل وړاندې کړي او موږ په یوه حل لارې په لور ولاړ شو.»

خو د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ له امله اندېښمنه ده.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې څارونکی عبدالقادر هوتخیل په دې اړه څرګندوي:«هغوی باید خپل ټاکنیز مهال وېش مراعات کړي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي؛ د دې لپاره چې دلته موکه غوښتونکي ډلې شته چې له وخته استفاده کوي او دا ډول اقدامات کوي - لکه د جمعې ورځې په شان چې تاسې ولیدل.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې مخکې ویلي و که چېرې په اوو پاتې ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې مخنیوی دوام وکړي دغه بنسټ به له افغان ځواکونو او حکومته وغواړي څو په یادو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې د بهیر د پیلېدو لپاره له دوی سره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه، په پنجشېر، فاریاب، جوزجان، بغلان، سمنګان، بدخشان او تخار ولایتونو کې تړلي دي.

شریک یي کړئ