Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو له ترسراوي۴میاشتې تېرېږي، خو د پایلو یې لاهم څرک نه لګېږي

د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي د څلورو میاشتو او اوو ورځو په تېرېدو سره، د دغو ټاکنو د وروستۍ پایلو د اعلان کره نېټه لا هم معلومه نه ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره شوې او د هغوی لومړنۍ پایلې بیا له درې میاشتنې ځنډ وروسته د مرغومې په لومړنۍ نېټه اعلان شوې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پرنسټ ټاکنیزو کمېسیونونو باید د دغو ټاکنو پایلې د لړم پر ۱۵ مه اعلان کړې وای؛ خو دغو کمېسیونونو تراوسه خپل کار نه دی بشپړ کړی.

له دې سره سم، پر ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه او د ښځو د مدني ټولنو فعالین وايي د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ له امله، سیاسي ننګونې، نا امنۍ، بېکارۍ او بې وزلۍ ډېرې شوې دي.

د ښځو د حقونو فعاله مسیحه فایض په دې اړه وايي:«د ټاکنو په پایله کې ډېر ځنډ، د ټاکنو له قانونه په څرګنده سرغړونه او د دغه بهیر مدیریتي کمزورتیا حسابېږي.»

ورته مهال د ملي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري مور وايي زوی یې چې د ټاکنو په ورځ د یوه ښه راتلوونکي په هیله رایه ورکړه او همدارنګه امنیت یې هم تامین کړ، درې میاشتې مخکې ووژل شو او د خپلې رایې پایله یې هم ونه لیده.

دغه مور وايي چې زوی یې غورځنګ نومېده او هیله یې لرله چې د هغه رایه د هېواد د برخلیک پر ټاکلو څومره اغېزه لري:«زوی مې اوس مړ شوی. هغه رایه ورکړه چې زموږ پاچا (ولسمشر) معلوم شي، سوله راشي، ارامي راشي، زموږ او د خلکو برخلیک معلوم شي، خو نه شوه!»

د غورځنګ ورور سنګر وايي، غورځنګ چې له ټاکنو وروسته ډېرې هیلې درلودې؛ خو تر هغې مخکې د خپلو ټولو هیلو سره تر خاورو لاندې شو او په دې ونه توانېد چې، د خپلو هڅو پایله وویني.

د غورځنګ ورور سنګر زیاته کړه:«ورور مې رایه هم ورکړې وه د دې لپاره چې هېواد ته سوله او ارامي راشي او د افغانستان برخلیک معلوم شي.»

او دا د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړی کمېسیون، له یوې میاشتې راهیسې د ۱۶۴۰۰ شکایتونو په څېړنې او ارزونې بوخت دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه دغه بنسټ کې ثبت شوې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي چمن شاه اعتمادي وايي:«هڅه کوو چې کارونه په خپل وخت، هغه څه چې په موږ پورې اړوند دي او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون په واک کې دي، بشپړ کړو.»

د ولسي جرګې ټاکنې چې هغه هم سږکال وشوې، کابو شپږ میاشتې وخت یې ونیو چې د هغوی پایلې اعلان شي.

شریک یي کړئ