Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو له پایلو د غني هرکلی؛ "نوماندان دې د لوبې اصول ومني"

اوسنی ولسمشر او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان محمد اشرف غني چې څه باندې ۵۰ سلنه رایې یې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ترلاسه کړي، د دغو پایلو اعلان د «ملت بریا» وګڼله او خلکو ته یې مبارکي ورکړه.

هغه د دغو پایلو له اعلان کابو اوه ساعته وروسته، په یوې وینا کې «خلکو ته په خطاب کې» وویل چې نن جمهوریت ټینګ شو:«نن جمهوریت تامین شو! جمهوریت دوامداره دی او د جمهوریت محور هېوادوال دي او نن د هېوادوالو جشن دی. افغان وګړو دغه بریا رامنځته کړې ده.»

هغه د خپلې اصلي سیالې ډلې (عبدالله عبدالله ډلې)د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان د درغلیو رایو پایله ده، وايي چې نوماندان باید د لوبې اصول ومني او قانوني چلند وکړي.

غني زیاتوي:«لوبه اصول لري، اصول قوانینو تعیین کړي - د افغانستان اساسي قانون، د ټاکنو قانن او د افغانستان د خلکو نبض. او د دې وخت دی چې تول د لوبې اصول ومنو او په راتلوونکو ورځو کې چې د شکایتونو محترم کمېسیون پرېکړه کوي، بیا به هم زموږ ډله قانوني چلند وکړي او نور هم باید قانوني چلند وکړي.»

ښاغلي غني د خپلو څرګندونو په دوام ګواښ وکړ، چې څوک دې د ټوپک په زور واک ته د رسېدو په فکر کې نه وي:«نور څوک نه شي کولای چې پر افغانستان د ټوپک پر زور حکومت وکړي او په دې اړه خیالونه هم خام او بې ځایه دي.»

هغه ټينګار وکړ چې له امنیتي ځواکونو د ناوړې استفادې مخنیوی به هم وکړي:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواک یوازینی ځواک دی چې د مشروع ځواک او قوا  استعمال په واک کې لري او له قوې څخه د بېلابېلو ناوړه استفادو مخه به انشاالله ونیول شي، خو د دولت جوړونکې ډلې له خوا د قوا استفاده تل د قانون په چوکاټ کې ده.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن له غرمې مخکې (یکشنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې د هغه پر بنسټ محمد اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې چې ۵۰ اعشاریه ۶۸ سلنه دي تر لاسه کړي، عبدالله عبدلله  ۷۲۰۹۹۰ رایې چې ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه کېږي ترلاسه کړي او د ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار هم ۷۰۲۴۲ رایې چې په ټول کې ۳ اعشاریه ۸۵ سلنه کې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن له غرمې مخکې (یکشنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

شریک یي کړئ