په افغانستان کې د سیاسي شنوونکو شبکې په احتمالي ډول افغانستان کې د ټاکنو نه تر سره کېدل د اندېښنې وړ دي.
د سیاسي شنوونکو شبکې ویلي په تېرو پارلمانې ټاکنو کې له ۷ زرو زیات د رايې ور کولو مرکزونه مشخص شوي وو ،خو اوس دغه شمېر ۵۳۰۰ ته را کښته شوی دی.
دغه بنسټ ویلي چې په ټاکنو کې به د رايې ورکولو زیاتره مرکزونه یوازې په ښارونو کې پرانستي وي او په لیرې پرتو سیمو کې به د رایي ورکولو د مرکزونو بندېدل د دې لامل شي، چې ګڼ شمېر خلک د رايې ورکولو له حق څخه بې برحې شي.
د افغانستان د شنوونکو شبکې رییس توماس روتیک چې په تېرو نهو میاشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د چمتووالي په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کړنو په اړه څېړنې کوي وايي کمېسیون د انتخاباتو په ورځ د رایو د یو شمېر مرکزونو د تړلو په اړه لازیات جزیات نه لري.
د افغانستان د شنوونکو شبکې رییس توماس روتیک څرګنده کړه:«زموږ اندېښنه دا ده چې ښايي د کلیو او بانډو اوسېدونکي د رایې د ورکړې حق کم وي د هغو کسانو په پرتله چې په ښار کې ژوند کوي، د په شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ. زموږ نویکه دا ده چې موږ بشپړ او کره مالومات په واک کې نهلرو، لکه چې په تېرو ټاکنو کې هم موږ د هغو مرکزونو د شمېر په اړه چې حقیقتاً پرانیستي دي مالومات په لاس کې نهلرل.»
دا بنسټ وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په پارلماني انتخاباتو کې د رایو ۷ زره او ۳۶۶ مرکزونه په ګوته کړي وو، خو په ټاکنو کې د دغو مرکزونو شمېر ۵ زره او ۳۷۳ ته راکم شو خو تراوسه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ورځ د هغو مرکزونو په هکله چې د انتخاباتو په ورځ به پرانیستي وي پوره مالومات نه لري.
د افغانستان د شنوونکو شبکې څېړونکی علي عادلي وايي:«زموږ ارزونې داسې څیز ښيي چې مثلاً د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوملړ پر بنسټ چې د کندوز په دشت ارچي کې ځينې مرکزونه پرانیستل شي خو زموږ ارزونه ښيي چې په واقع کې د دې تصور چې هلته د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شي ډېره ګرانه ده.»
د سیاسي چارو کارپوه محبوبه سراج هم څرګندوي:«دا چې دا ټاکنې لکهڅرنګه چې لازم دي باید وي چې هم ټول ګډونه وي او هم رڼې وې، فکر نه کوم چې موږ دغه ټول ولرو.»
که څه هم سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ناامنو سیمو په مرکزونو کې د پراخو درغلیو په اړه ګواښ کوي خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو انتخاباتو لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وویل:«موږ ټولو ولایتونو ته لارښونه کړې چې زموږ لپاره هېڅ ډول بې پروايي او هېڅ ډول تېروتنه د منلو وړ نه ده، موږ د تلې په شپږمه له ټولو همکارانو رڼې ټاکنې غواړو.»