Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو پر روڼتیا د امریکا او برېټانیا سفارتونو ټینګار

د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي څلور میاشتې وروسته او د دغو ټاکنو د وروستیو پایلو نه اعلانولو، د امریکا او برېټانیا سفارتونه د دغو ټاکنو پر روڼتیا او وروستیو پایلو پر ژر اعلان ټينکار کوي.

له دې ډلې په کابل کې د امریکا سرپرست راس وېلسن سفیر وايي، په ټاکنو کې روڼتیا لومړیتوب دی او رایه ورکوونکي باید د ټاکنو پر پایلو باور ولري.

دغه امریکايي ډپلوماټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ټاکنیز کمېسیونونه د رایه ورکوونکو، نوماندانو او ټاکنیزو ډلو پر وړاندې مسوولیت لري او دوی باید د ټاکنو پروسې ته پوره درناوی ولري تر څو نهايي پایلې اعلان شي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست په تېرې اوونۍ کې په خپله ټویټر پاڼه کې څو ځلي د افغانستان د ټاکنو په اړه خپل لید لوری په ډاګه کړی دی.

هغه په دې ټويټونو کې، د ټاکنو پر روڼتیا او د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې پر همغږۍ ټینګار کړی او لیکلي یې دي چې:«روڼتیا د هرې ټاکنې لپاره لومړیتوب دی. رای ورکوونکي باید د ټاکنو پر پایلو اعتبار ولري؛ څو هر هغه څوک چې، راتلونکی حکومت رهبري کوي، وکولی شي اجماع جوړه او ټول افغانان د سولې او خپلو ملي ګټو لپاره کار وکړي.»

له دې سره سم، په کابل کې د بریټانیې سفیر مرستیال له طلوع نیوز سره په خبرو کې له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلانې کړي.

په کابل کې د بریټانیې سفیر مرستیال ګلس لېور څرګنده کړه:«له ښکېلو خواوو او نوماندانو غواړو چې، د ټاکنو بهیر او د ټاکنیزو بنسټونو خپلواکه کار ته درناوی وکړي او پر یادو بنسټونو د سیاسي او نورو فشارونو له راوړلو ډډه وکړي. باید ټاکنیزو بنسټونو ته موکه ورکړ شي چې، له فشارونو او لاسوهنو پرته خپلې چارې سرته ورسوي.» 

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د استېنافي شکایتونو په اړه د دغه کمېسیون څېړنې پایته رسېدلي او تر راتلونکو ۳ ورځو پورې به د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه هم پرېکړه وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی سید قطب الدین رویدار وايي:«ډاډ ورکوم چې خپل ټول کار د قانون په چوکاټ کې او له بې پرېوالي او بشپړې خپلواکۍ سره پای ته رسوو او تر هېڅ سیاسي فشار لاندې نه راځوو.»

خو ټاکنیزې ډلې پر ټاکنیزو کمېسیونونو د سیاسي فشارونو د راوړلو مساله، ردوي.

د اشرف غني ټاکنیزې ډلې د تخنیکي چارو مسوول عبدالقادر هوت خېل په دې اړه وايي:«هغوی باید خپل کارونه د قانون او کړنلارو په مطابق مخته بوځي څو د خلکو واقعي اعتبار ترلاسه کړي نه دا چې له لاسه یې ورکړي.»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د تخنیکي چارو مسوول محمد یونس نواندېش هم وویل:«د ثبات او همپالنې ډلې هېڅ کمېسیون تر فشار لاندې نه دی راوستی.»

تر راتلونکو څو ورځو پورې د استېنافي شکایتونو په اړه د پریکړې لپاره ټاکل شوې موده پایته رسیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د دغو شکایتونو له ارزونې وروسته، د تلې پر شپږمې د رای ورکونو په شمېر کې به هم بدلون راشي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې. اوس چې څه باندې څلور میاشتې له دغې مودې تېرېږي د هغوی وروستۍ پایله لاهم نه ده اعلان شوې.

شریک یي کړئ