د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د ولسمشر اشرف غني سره د ټاکنو په تړاو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پومپیو پنجشنبې(د تلې په څلورمه نېټه) د ولسمشر غني سره په خبرو کې د ټاکنو د ډاډ وړ پر پایلو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا متحده ایالتونه تمه لري چې د نوماندانو اقدام او د ټاکنو ترسره کوونکي بنسټونه داسې ټاکنې ترسره کړي چې د مشروعیت په تړاو یې ډاډ ترلاسه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو، داعش او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو لخوا په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو ګواښل غندلي دي.
ټاکل شوې چې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې سبا شنبې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
تېره ورځ هم په افغانستان کې د امریکا سفارت په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې له تاوتریخوالي او ګواښه لیري، رڼې ټاکنې په افغانستان کې د ولسواکۍ د پیاوړې کولو یوازېنۍ لار ده. دغه سفارت همداراز هیله څرګنده کړې چې افغانان سبا وکولی شي د خپلې رایې له حقه استفاده وکړي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پنجشنبې د تلې په ۴مه نېټه طلوع نیوز ته ویلي چې د ۵۳۷۳ د رایې مرکزونو له ډلې ۴۴۵مرکزونه د نا امنیو د ټاکنو په ورځ تړلي پاتې شي. مخکې له دې امنیتي بنسټونو ویلي وو چې ۴۳۱ مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی چې ټاکنې به په کې ترسره نشي.