Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د ټاکنو کمېسیون غونډه سیاسي وه او ټاکنې کړکېچنې شوې دي"

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله هغه ناسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ(لیندۍ ۱۷مه) له یو شمېر ټاکنیزو ډلو سره د ټاکنیزو ستونزو د څېړلو لپاره جوړه کړې وه یوه پلان شوې او بې پایلې ناسته ګڼي. او ګواښ کوي چې د ټاکنو بهیر کړکېچن شوی او که چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون قانوني مسیر ته راونه ګرځي او وضعیت به لا پېچلی کړي.

د دغې ډلې یو غړی وايي چې د دغه کمېسیون غړو له هغو ټاکنیزو ډلو سره چې له کمېسیون سره اختلاف لري سیاسي چلند وکړ نه قانوني. دغه ټاکنیزه ډله زیاتوي د انتخاباتو کمېسیون د ټاکنو بهیر له قانوني لارې بهر کړی دی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول فضل احمد معنوي په دې اړه زیاته کړه:«چا غږ وا نه ورېد او راغی د تقلب په اړه یې پرېکړه وکړه، مالومه ده چې خلک یې په وړاندې درېږي.»

یو شمېر ټاکنیزې ډلې وايي د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي کابو ۳۰۰ زره رایې چې د دغو ټاکنیزو ډلو لخوا تقلبي بلل شوې بااعتباره کړي.

څارونکي بنسټونه وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنیزو ډلو سره د ستونزو د څېړلو د ناستې سم مدیریت ونه شو کړای.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوول یوسف رشید وویل:«کمېسیون په خپل فارمټ کې له بده مرغه ډېر دقیق نه و، معترضینو ته ډېر فرصت برابر نه شو چې خپلې خبرې ووايي او کمېسیون هم نه دی توانېدلی چې د قانون پر بنسټ ځواب ورکړي.»

خو د ټاکنو کمېسیون یو ځل بیا له ټاکنیزو ډلو سره د دغه کمېسیون د ستونزو د هواري لپاره د هڅو خبره کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند مرزا محمد حق پرست څرګندوي:«دا څه روانه ده چې د اوو ولایتونو دروازې هم پرانیستل شي او که چېرې پایله ورنه کړه، د لومړنیو پایلو په اړه به کمېسیون پرېکړه وکړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د څه د پاسه اته زره محلونو رایې بیا شمېرلي دي، خو یو شمېر ټاکنیزې ډلې کابو ۳۰۰ زره رایې تقلبي بولي او په اوو ولایتونو کې یې د رایو د بیا شمېرلو مخنیوی کړی دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي وايي چې د دغه کمېسیون غړو له هغو ټاکنیزو ډلو سره چې له کمېسیون سره اختلاف لري سیاسي چلند وکړ نه قانوني

شریک یي کړئ