Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنیزو سیالیو تتوالی؛ په دویمه ورځ هېڅ نوماند غونډه نه لرله

د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو په دویمه ورځ نن (دوشنبې د زمري په ۷مه) هېڅ یوه نوماند غونده جوړه نه کړه.

د ملي شورا ځيني غړي، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندان ترمنځ ټاکنیزه سیالۍ تته او کمرنګه بولي او لامل یې د ټاکنو پر ترسراوي د ټاکنیزو ډلو بې باوري، د ناامنیو زیاتوالی او همدارنګه په ټاکنو کې لاسوهنه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ورځ (یکشنبې د زمري په ۶مه) هم یوازې درې نوماندانو غونډې جوړې کړې وې.

د مشرانو جرګې غړی صفي الله هاشمي په دې اړه وویل:«د سولې مسله او دا چې په راتلوونکو کې به څه کېږي، ایا ټاکنې به ترسره شي که نه؟ زه فکر کوم چې همدا موضوعګانې وي چې کمپاینونه یې کم‎رنګه کړي دي.»

د ولسي جرګې غړی ابرارالله وايي:«له یوې خوا د سولې بحث او له بلخوا دا نوماندان ډاډمن نه دي. بله دا چې هغه ژمنې یې چې له خلکو سره کړي هغه یې پوره کړي نه دي او بله دا چې امنیتي وضعیت هم ښه نه دی.»   

د دې سربېره د ټاکنیزو ډلو ځينې غړو، د دغو ډلو د مشرانو انځورونه د دولتي او نادولتي بنسټونو پر دېوالونو نصب کړي - هغه کار چې کابل مېشت له نیوکې سره مخامخ شوی دی.

نذیر شینواری وايي:«دا اخلاقاً ښه کار نه دی او باید دوی په مناسبو ځایونو خپل انځورونه نصب کړي.»

له دې سره جوخت په ځینو برخو کې د نوماندانو  عکسونه څیړي کړای شوي هم دي.

 ټاکنیز کمپاینونه نه یوازې په پلازمېنه بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پېکه او تت دي.

د هرات اوسېدونکی نثاراحمد څرګنده کړه:«دا د خپله محترمو نوماندانو ستونزه ده چې باید خپل تبلغات او فعالیتونه زیات کړي.»

خو خلک له اوسنو ستونزو نه د وتو یوازینۍ لارد رڼو ټاکنو ترسره کېدل او د خپلو رایو به کارولو سره په سوله‎يزه توګه د حکومتي واک لېږد بولي.

خود ملي شورا یو شمېر غړي د سولې د خبرو دوام او د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو د نوماندانو بې باوري د ټاکنیزو کمپاینونو د پیکه والي لامل بولي.

شریک یي کړئ