Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو بهیر پر ځنډ نیوکې

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو په هکله د ټاکنیزو ډلو د استېناف غوښتنې شکایتونو د ارزونې بهیر به ۱۲ورځې نور هم وخت ونیسي.

خو د ټاکنو د مهالوېش له مخې تر راتلونکو ۷ ورځو پورې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له لوري د ټاکنیزو ډلو د شکایتونو ارزونې ته ۳۹ ټاکل شوې ورځې پایته رسېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون غړی غړی قطب الدین رویدار په دې اړه وايي:«که چېرې د استثنايي شیانو په اړه پرېکړه وشي، کار ډېر کمېږي او ټولو لاریونونو، شکایتونو او ولایتي پرېکړو ته به ځواب ورکړل شي.»

په ورته وخت کې څارونکي بنسټونه وايي چې، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون باید د شکایتونو د ارزونې او څېړنې د مهال اوږدېدو او د ټاکنو د مهالوېش د نقضولو په برخو کې ځواب ویونکي واوسي.

د فیفا اجراییه رییس یوسف رشید څرګنده کړه:«د ټاکنیز شکایتونو د څېړنې کمېسیون کار «د دغه کمېسیون غړو ډېر وخته پای ته رسېدلی اعلان کړ.» خو له هغې وروسته کله چې د دغه کمېسیون غړو اوږد مهال د استېناف غوښتنې لپاره مشخص کړی وو... خو د کابل په څېر ولایتونو کې کار د کمېسیون د غړو د وینا پر خلاف دوام درلود.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون لا تر اوسه د ۳۰۰ زره جنجالي رایو او د رایې ورکړې د څه باندې ۵ زره محلونو د رایو بیاشمېرنې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

له دې سره سم، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ولایتي دفترونو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه بېلابېلې پرېکړې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې، ټاکنیزو ډلو د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ولایتي دفترونو د پرېکړو په اړه څه باندې ۶ زره د استېناف غوښتنې شکایتونه ثبت کړي؛ دا د ټاکنو له ورځې وروسته یا مخکې د کارول شویو رایو، د احتیاطي دستګاو رایو او همداراز د هغو محلونو چې د بایومېټریک دستګاوې او یا هم میموري ګانې یې ورکې شوي، د استېناف غوښتنې شکایتونه دي.

څارونکي بنسټونه وايي چې، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون باید د شکایتونو د ارزونې او څېړنې د مهال اوږدېدو او د ټاکنو د مهالوېش د نقضولو په برخو کې ځواب ویونکي واوسي.

شریک یي کړئ