Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون منشي: ځينې شکایتونه موجه نه دي

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون نن سې شنبې (د مرغومې په ۱۰مه) کابل کې د دوه زره او ۲۳۱ شکایتونو له ډلې د یو زره او ۲۰۰ ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو د پای خبر ورکوي او زیاتوي چې د څېړنې دغه بهیر په ۱۵ ولایتونو کې پيل شوی دی.

د دغه بنسټ منشي وايي د شکایتونو د ډول ډلبندي پای ته رسېدلې او د چهارشنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د شکایتونو څېړل پيل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي ځينې شکایتونه موجه نه بولي او وایي د څېړنو له پای ته رسولو وروسته به د دغو شکایتونو په اړه لازیات جزیات روښانه شي.

ښاغلي الیاسي په دې اړه زیاته کړه:«یوازې زر شکایتونه پاتې دي، په نورو ولایتونو کې لکه کندهار، پروان، سمنګان، میدان وردګ او بامیان البته د پنځلسو او شپاړسو ولایتونو له ډلې چې خپل د تصنیف کار یې بشپړ کړی، او د څېړنې کار پیل دی، یوه ستونزه شته چې ډېری شکایتونه د رایو د توپیر پر بنسټ دي د هغوی رایو توپير چې د پروسس شویو رایو او د هغو رایو توپير چې په پایلپاڼو کې شتون لري.»
 
د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي په دغه بنسټ کې ۸۰ سلنه ثبت شوي شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په اړه دي او که چیرې ټول شکایتونه جلاجلا وڅېړل شي ښايي د کابو نولس زره محلونو رایې بیا وشمېرل شي خو نوموړی دا کار د ټاکنیزو کمېسیونونو له زغمه لوړ بولي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون د کابل ولایتي دفتر د دارالانشا مسوول محمد نورکمال څرګندوي:«ډېری نوماندانو چې شکایت کړی، شکایتونه یې یا ګونګ دي یا اسناد نه لري، یا یې شکایتونه ګډ کړي یعنې په یوه فورم کې چې باید یوه موضوع ولیکل شي څو موضوعګانې یې لیکلي دي.»

د بري په لور بنسټ رییس بریالی حقجو په دې اړه وايي:«هغه وخت چې په پام کې نیول شوی، د شکایتونو حجم ته په کتو سره چې په دغه بنسټ کې ثبت شوي، شونې نه ده چې وکړای شي په وخت یې وڅېړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون باید تر راتلونکو ۳۰ ورځو د ۱۶ زره او ۵۰۰ شکایتونو څېړل پای ته ورسوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې هم روښانه شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون تراوسه په کابل کې له ۲۲۳۱ ثبت شویو شکایتونو څخه د څه د پاسه زرو شکایتونو څېړل پای ته رسولي دي.

شریک یي کړئ