د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ولایت ولسي جرګې د ټاکنو بیاشمېرل شویو رایو پایله ملغا اعلان کړه.
خو د یاد کمېسیون مسوولان وايي د ټاکنو اعلان شوې پایلې د اعتبار وړ دي.
دوی وايي کله له دې سره بیا هم د کابل د ټاکنو ستونزه هواره نشي، نو د رایو ابطال غوراوی هم پر میز شته.
د کابل پارلماني ټاکنو رایې تر اوسه پورې دوه ځله بیا شمېرل شوي دې او تر اوسه ټاکنیز کمېسیونونه نه دي بریالي شوي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د کابل ترڅنګ د پکتیا ولایت د ولسي جرګې وروستۍ پایلې هم تر اوسه نه دي اعلان شوي.
د هېواد دولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په میاشت کې ترسره شوې.