Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۵۴۰۰ محلونو نوملړ چې رایې باید وشمېرل شي کمېسیون ته استول شوی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایې ورکړې د څه باندې ۵ زره او ۴۰۰ محلونو اطلاعات چې ټاکل شوې پکې د رایو بیاشمیرنه ترسره شي، په منظم ډول دغه کمېسیون ته نه دي لېږلي.

د دغه کمېسیون د دارالانشا مشر زیاتوي تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي څو د رایې ورکړې نږدې ۲۰۰ محلونه د دغه کمېسیون په اطلاعاتي مرکز کې تشخیص کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه وویل:«د ولایتي په دغو نوملړونو استثنايي او استېنافي او ابتدايي پرېکړې په کې شاملې دي، او موږ دا رسماً هغه ډلې ته چې دلته جوړه شوې تخنیکي ډله ده چې دا تحلیل او تجزیه کړي، ډېر وخت ته اړتیا لري.»

له دې سره سم، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون بیا وايي، ښايي د رایې ورکړې د هغو محلونو په شمېر کې چې ټاکل شوې رایې یې بیا وشمېرل شي، کموالی راشي؛ او زیاتوي که چېرې د استېناف غوښتنې شکایتونو ته رسیدنه وشي، د رایو د بیاشمېرنې د محلونو په شمېر کې به هم کمښت راشي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي په دې اړه وايي:«که چېرې د محترمو غړو له خوا پرېکړه وشي، چې له استېناف غوښتنې وروسته بیا شمېرنه وشي، په هغه صورت کې دا محلونه کم شي. البته ۵۴۷۸ محلونه په ولایتي پرېکړو پورې اړوند دي چې موږ په تېر کې ځينې محلونه ویلي وو پر دغو اضافه شوي دي.»

په ورته وخت کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې، د ټاکنیزو شکایتونو څېړنې کمېسیون باید د څه باندې ۱۳۷ زره  او ۱۰۲ زره جنجالي رایو، د ۲۴۲۳ محلونو او همداراز د هغو محلونو چې په کې د یوه تر پنځو پورې د رایو تفاوت شته، ډېر ژر پرېکړه وکړي.

د تیفا مسوول یوسف رشید وايي:«لوی موردونه دي چې د ټاکنیزو شکایتونو څېړنې کمېسیون د شکایتونو تر لوی حجم لاندې راغلی. په ځانګړې توګه په استېنافي برخه کې چې پرې اغېزه یې کړې ده څه ډول پرېکړه وکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون، تر دوو اوونیو کم وخت لري؛ څو د ټاکنیزو شکایتونو په اړه خپله پرېکړه صادره کړي چې له مخې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانې کړي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسرهشوې خو تراوسه چې څه باندې درې میاشتې کېږي، وروستۍ پایلې یې نه دي اعلان شوي.

شریک یي کړئ