Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: د خلکو حقونه به هېڅکله له پامه ونه غورځول شي

له هغې وروسته کله چې عبدالله عبدلله، تېره شپه د (لیندۍ په ۲۲مه) له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته دې اجازه ورکړي چې په اوو پاتې ولایتونو کې د رایو بیاشمېرو بهیر بشپړ کړي، نن سهار بغلان ته ولاړ.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په فاریاب، سرپل، جوزجان، بدخشان، پنجشېر، بغلان او تخار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه له هغې وروسته وتړل چې کابو یوه میاشت مخکې د ولسمشریزو ټاکنو د بیاشمېرو بهیر له سره پیل شو.

عبدالله عبدلله، په بغلان کې نن د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له پلویانو سره په لیدنه کې وویل چې په دغو اوو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرو ته د اجازه ورکړه په دې مانا نه ده چې د خلکو حقوق په پام کې ونه نیول شي.

هغه زیاته کړه:«دا ډاډ درکوم چې بل هېڅ څيز، که موږ یو حرکت کړی چې کمېسیونونو ته زمینه برابره کړو چې خپل قانوني اقدام وکړي، دا د حقونو له حقونو د تېرېدو په مانا مه ګڼئ.»

ښاغلی عبدالله وایي چې په ټاکنو کې به له درغلیو ډکې پایلې ونه مني:«په هېڅ شرایطو کې دا اجازه نه ورکوو چې داسې یو کار وشي چې خدای مه کړه چې د ولسواکۍ لپاره د خلکو د هیلو پای وي.»

د ثبات او همپالنې ډله معترضه ده چې کمېسیون ۳۰۰ زره رایې چې د هغوی په وینا تقلبي دي چې د ولسي جرګې د اچول شویو رایو په بیاشمېرنې کې شاملې کړې دي.

د دغو رایو پر سر د جنجالونو په لړ کې، د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې کابل او ځينو نورو ولایتونو کې لاریونونه وکړ - نن هم دغې ډلې، په بلخ ولایت کې لاریون درلود.

تراوسه د ټاکنو کمېسیون، ټاکنیزو ډلو او پر ټاکنو څارونکي بنسټونو دوه ځله د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره دوه غونډې ترسره کړه؛ خو له دغو غونډو چې یوازې ترلاسه شوې، په اوو ولایتونو کې د بیا شمېرو لپاره د عبدالله اجازه ده.

په بغلان کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې رییس مصطفی محسني وویل:«موږ د کمېسیون په لور دروازې پرانیستې چې بیا وشمېرل شي؛ خو تمه لرو چې د خلکو پاکې رایې باید حساب شي.»

 ټاکنې تر هغې وروستې له کړکېچ سره مخ شوې چې یو شمېر ټاکنیزو ډلو د شاوخوا درې سوه زره هغو رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا ناقانونه دي . خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا رایې با اعتباره اعلان کړي.

شریک یي کړئ