Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله په ټاکنو کې خپله ډله بریالۍ بولي

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند، عبدالله عبدالله کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې د دوی ټاکنیزې ډلې لومړنۍ موندنې ښیې چې په ټاکنو کې بریالي دي او دوهم پړاو ته د ټاکنو د تلو اړتیا نشته.

ښاغلی عبدالله وایي چې د ټاکنو ګټونکي به په لومړی پړوا کې مالوم شي او راتلونکي حکومت به د ده له ډلې جوړ شي.

عبدالله وویل چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، خو د ټاکنو کمېسیون باید پاکې رایې جلا کړي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ویلي، هغه رایې چې بایومټریک شوې نه وي، نه شمېرل کیږي.

عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د خلکو له ګډونه مننه وکړه. ده زیاته کړه:«په دې ټاکنو کې زموږ رایه لوړه ده. پایلې د ټاکنو کمېسیونونه اعلانوي.. خو موږ لوړې رایې اخیستې دي.»

هغه وړاندې وویل:«په اوسني حالت کې ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي او ثبات او هم پالنې ډله راتلونکی حکومت جوړوي.»

به همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس، حبیب الرحمن ننګ وايي چې د کمېسیون لخوا د ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې هېڅ یو نوماند حق نلري چې ځان د ولسمشرۍ ټاکنو بریالی وبولي.

عبدالله وایي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او د ټاکنو کمېسیون باید پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي

شریک یي کړئ