Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویې جرګې تالار کې د ټاکنیزو ناندرو لګښت؛ ۱۲ میلیونه افغانۍ

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماندانو د لویې جرګې په تالار کې د خپلو پروګرامونو لپاره ۱۲میلیونه افغانۍ لګولې دي.

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او حمایتي ادارې مسوولي وايي، یاد شمېر پېسې له نوماندانو اخیستل شوې دي او د دولت خزانې ته لوېدلې دي.

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او حمایتي ادارې ویاند، حجت الله مجددي وايي:«د لویې جرګې په تالار کې د کمپایني پروګرامونو ۱۱ میلیونه او ۸ سوه ۲۲ زره افغانۍ دی چې د دولت وارداتو حساب ته انتقال شوې دي.»

په همدې حال کې یو شمېر ټاکنیزې ډلې نیوکې لري چې په لویې جرګې تالار کې د ولسمشر او اجراییه رییس له پروګرامونو پیسې نه دي اخیستل شوې، دوی زیاتوي چې له نورو ټاکنیزو ډلو اخیستل شوې پیسې هم د حکومت مشرانو پر خپلو ټاکنیزو ناندرو لګولې دي.

د ولسمشر غني په مشرۍ، ټاکنیز ډلې د ۵میلیونه او ۳۰۲زره افغانیو او د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې د ۳میلیونو او ۳۷۵ زره له لګولو سره هغه ټاکنیزې ډلې دې چې ډېر یې د لویې جرګې تالار کارولی دی.

د امنیت او عدالت ټاکنیز ډلې مرستیال، مراد علي مراد وايي:«څو ځله مو وړاندیز وکړ چې د امنیت او عدالت جرګې ته لویه جرګه ورکړۍ زموږ یې لس زره ډالره واخیستل او د خدماتي کارکوونکو پېسې هم له موږه واخیستې.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي نیوکه کوي چې دا پیسې په رڼه توګه د دولت خزانې ته نه دي لوېدلې.

سناتور، هاشم الکوزی وايي:«زه فکر نه کوم چې دا دې د شفایت له لارې دولت ته ولېږدول شي، دا د ملت پيسې دي او باید چې ملت لپاره ولګول شي.»

د ولسي جرګې غړې، نوریه حمیدي زیاتوي:«باید په رڼه توګه د افغانستان د خلکو او دولت خزانې ته ولېږدول شي تر څو حیف ام میل نشي.»

د تېر په خلاف سږ کال ټاکنیزې ناندرې په کابل کې متمرکزې وې چې تر ډېره د لویې جرګې په تلار کې نیول کېدې. د لویې جرګې په تالار کې د پروګرامونو جوړولو لپاره باید له ۳سوه زرو تر ۵سوه زرو پېسې ورکړل شي.

شریک یي کړئ