Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

معترضو نوماندانو د حکومت د بې پامۍ په اعتراض کې خپلې شونډې ګنډلي

د ولسي جرګې ځينې معترضو نوماندانو چې له درې میاشتو راهیسې د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د اعتراض خېمه درولې، خپلې شونډې ګنډلې دي. دغه مېرمنې وايي تر هغې چې حکومت د هغوی غږ وانه وري او سندونه یې ونه څېړي، له اعتضاب څخه به لاس په سر نه شي.

د ولسي جرګې ټاکنو دوولس معترضو نوماندانو له ډلې څلورو نوماندانو د حکومت د بې پروايۍ او د دوی شکایتونو ته د رسېدنې له امله شونډې ګنډلې دي.

معترضه نومانده فرزانه فرهمند وايي:«څه باندې اتیا ورځې کېږي چې خېمه مو درولې د عدالت غوښتنې لپاره، زموږ څلور خویندو خپلې خولې ګنډلې دي او د افغانستان لپاره تاریخي ننګ دی د تاریخ په لړ کې دا لومړنۍ خېمه ده چې د خویندو له خوا درول کېږي، څه باندې اتیا ورځې دوام کوي، او نظام لږ تر لږه د هغوی مشروع او قانوني غوښتنې ته ځواب نه وايي.»

دوی وايي، نږدې درې میاشتې کېږي چې دلته یې د اعتراض خېمه درولې، خو حکومت یې پر وړاندې چپ دی. دوی وايي، که یې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو غوښتنې و نه منل شي، ټول به یې خپلې خولې وګنډي.

معترضه نومانده نجیبه فایض هلمندۍ څرګنده کړه:«دا حکومت زموږ غږ نه اوري موږ ته دوکه راکوي، نن او سبا کوي، نو موږ پرېکړه وکړه چې اعتصاب وکړو او څه ونه خورو او زموږ څلورو تنو خپلې خولې ګنډلې دي تر هغې چې حکومت زموږ غږ واوري.»

له دې وړاندې د همدوی له ډلې یو شمېر یې د نه خوړو اعتصاب کړی و، خو د ملي امنیت شورا له سلاکار سره تر لیدنې وروسته یې چې ستونزې به یې حل شي، خپل اعتصاب پای ته ورسوه.

معترض نوماند ذوالفقار ستانکزی په ډاګه کړه:«محب راغی اوله دغو خویندو سره یې ژمنه وکړه چې ستاسو حق تاسو ته درکول کېږي خو له دوکې پرته بل څه نه وو.»

د دوولسو ولایتونو دغو معترضو ښځینه نوماندانو له نږدې درې میاشتو د سپیدار او ارګ پر وړاندې اعتراض پیل کړی.

دوی وايي، سندونه ورسره شته چې حق یې خوړل شوی دی. دوی وايي، د خپلو شکایتونو د څېړلو لپاره دې ورته ځانګړې محکمه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه