Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه افغان چارواکي د ټاکنو بهیر حراست ته رابولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوی (یوناما) خبره شوي خبرپاڼه کې په ټاکنو کې له ښکېلو خواوو غواړي چې د دغه بهیر د بشپړېدو ساتنه دې وکړي.

له یاد بنسټه په خبره شوې خبرپاڼه کې نن(یک شنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) وايي

وايي افغانان له ستونزو سره د رایې صدوقونو ته ولاړل او رایه یې ورکړه د سپټامبر په ۲۸مه نیټه کله چې افغانان د خپل غږ دپورته کولو په موخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دګډون  لپاره را ووتل او راتلونکي ولسمشر ته یې په رایې ورکولو سره له خپل قانوني حقه ګټه پورته کړه، هڅیدلې ده.  

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې افغانانو له امنیتي ګواښونو سره سره دښه راتلونکي لپاره خپله رایه ورکړه او دغه رایه ورکوونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له کبله د ستاینې وړ دي.

خبرپاڼې وړاندې لیکلي دي:«اوس، ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه - د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې ،حکومت، کاندیدان او ددوی ملاتړي باید د ټاکنو د خوندیتوب، بشپړولو او ددغه بهیر دحراست لپاره، په ځانګړي ډول جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره، خپلې ژمنې وښیي.»

یوناما خبرپاڼه کې له ټولو برخه والو غواړي، چې د نظر له ورکولو وړاندې دې د رایې شمیرلو د بهیر په اړه دقیق درک ولري او دارنګه له دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي، چې ددغه بهیر د توضیح په ګډون د رایوشمیرلو له بهیر څخه دټولو برخه والو اړخونو د روښانه او صریح پوهاوي په اړه ځان ډاډمن کړي. ټولې ښکیلې غاړې د ټاکنو د باوري کیدو لپاره ګډ مسوولیت لري.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«ملګرو ملتونو پتییلې چې د افغانستان ټاکنیزو ادارو د درغلیو د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر لارې چارې تنظیم کړي، چې شفافیت ډاډمن شي ،همدارنګه یوناما څارونکي بنسټونه، سیاسي ډلې، کاندیدان او رایې ورکونکي هڅوي چې د ټاکنو د رایو د شمیرنې د بهیر د حراست او بشپړیدو لپاره فعالانه، اګاهانه او رغونکی رول ترسره کړي.»

یوناما له خلکو غوښتنه کړي چې هرهغه افغان چې د درغلیو په اړه شک یا شواهد ولري، مدني مکلفیت لري، چې له اړوندو افغان بنسټونو په خاص ډول د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیون سره شکایت درج کړي. د باوري تورونو د شته والي په صورت کې، د افغانستان د قانون پلې کونکې ادارې باید ګړندۍ پلټنې ترسره او که مناسبه وي مسوول کسان دې ونیسي او قانوني پلټنې دې ترې وشي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغانانو له امنیتي ګواښونو سره سره دښه راتلونکي لپاره خپله رایه ورکړه او دغه رایه ورکوونکي د خپلې مدني دندې د ترسره کولو له کبله د ستاینې وړ دي.

شریک یي کړئ